د فراه والي، تاج محمد جاهد طلوع نیوز ته وايي د دغه ولایت ګمرک " میل ۷۸" د تیلو زېرمه کې اورلګېدلی دی.
نوموړی وايي چې تر اوسه د تیلو څلور ټانګر سوځېدلي دي او اور د پراختیا په حال کې دی.
د فراه والي د اور مړه کولو لپاره په ۷۸میل ګمرک کې د شته اور وژنې موټرو ترڅنګ څو له ایراانه هم راغلي دي.
د پېښې شاهدان اورلګېدنه لویه بولي او زیاتوي چې هره شېبه د پراخېدو په حال کې ده.
د اورلګېدو لامل تر اوسه نه دی څرګند.