د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې له طالبانو سره نښته کې ۷ سرتېرو ژوند بایللی او څلور نور ټپیان دي.
د هېواد شمال کې د پوځ مسوولین وايي طالبانو تېره شپه (جمعه د کب په ۱۵مه نېټه) د چمتال ولسوالۍ لب نهر کلي کې د پوځ پر پوستې برید وکړ.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند، محمدحنیف رضایي وايي نښته کې د بلخ ولایت چهاربولک لپاره د طالبانو لخوا ټاکل شوی مرستیال ولسوال له خپلو څلورو ملګرو سره وژل شوی دی.
ښاغلی رضايي څرګندوي چې سیمې ته تازه دمي سرتېري رسېدلي او طالبان له تښتېدلي دي.