Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کندوز کې یوه تنکي ځوان د بې وزلۍ له امله ځان زندۍ او وژلی

په کندوز ولایت کې یو تنکی ځوان د خپلې کورنۍ یوازینۍ ګټیالی و، د بې وزلۍ له امله یې ځان زندۍ کړی او مړ شوی دی.

د څوارلس کلن لطف الله د کورنۍ په وینا هغه چې په یوې خیاطۍ کې شاګرد و، په وروستیو اوونیو کې له روحي نا ارامیو کړېده.

د لطف الله مور نادیه وايي چې هغې خپل خاوند هم څو کاله مخکې د کندوز د جګړو په پایله کې له لاسه ورکړی دی او اوس له خپلو څلورو نورو اولادونو سره بې برخلیکه پاتې ده.
 
نادیه زیاتوي چې زوی یې د حمام کولو په پلمه ووت او یو ساعت وروسته یې لطف الله په حمام کې د زندۍ په حالت کې ولید:«ومې لیدل چې پرده مخ شوې؛ ومې لیدل چې هلک زندۍ دی.... دا یې لرګی دی او همدلته زندۍ و... د دروازې تر شا یې خښتې اېښې وې، دروازه مې ټېله کړه او راغلم زوی مې خلاص کړ، ولوېد او سر یې دلته (د دروازې او کړکۍ په فلزي چوکاټ باندې چې د حمام په یوه کونچ کې اېښي دي) ولګېد.» 
  
د لطف الله خور ذکیه هم وايي:«نور دې دا ډول کار (ځان وژنه) دې ونه کړي! صبر او حوصله دې وکړي، طاقت او حوصله دې وي، له زغم سره انسان هر چېرته مخته تلی شي.»

تر همدا څو کاله وړاندې پورې چې د نادیې مېړه ژوند و، هغوی د خپلو اولادونو د راتلونکې لپاره ډېر ارمانونه لرل، د دې مېرمنې مېړه چې د کندوز ښار په چوک کې کارګر و؛ د طالبانو له لوري د دغه ښار د نیولو د ورځو په جګړو کې ووژل شو.

د لطف الله د توړۍ زوی عبدالقادر وویل:«له دغه هکله مخکې پلار یې شهید شوی و، اوس خدای بهښلی هلک هم شهید شو، دلته نور څوک نه لري.»

په کندوز کې د بشري حقونو  د خپلواک کمېسیون دفترد وروستیو میاشتو نا امنۍ او د بې روزګارۍ زیاتوالی په دغه ولایت کې د زرګونه کورنیو د بې برخلیک حالت له اصلي لاملونو ګڼي .
 
په کندوز کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون رییس حفیظ‌الله فطرت څرګنده کړه:«په شمال ختیځ کې د بشري حقونو خپلواک کمېیسون له دې پېښې اندېښمن سختې او اغېزناک دي.»

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون په وینا سږکال په دغه ولایت کې درېیو تنو د بې وزلۍ او فقر د ستونزو له امله ځان وژنه کړې ده چې دوه یې مېرمنې وې.

شریک یي کړئ