Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ولسمشر حکم پر نه عملي کېدو د تښتول شوي بلخي ماشوم د کورنۍ نیوکې

د تښتول شوي بلخي ماشوم عبدالرووف نیکه له ولسمشره غواړي چې د تښتوونکو له منګولو دغه ماشوم د خوشې کولو لپاره خپلې ژمنې عملي کړي.

هغه وايي چې ولسمشر د عبدالرووف له پلار سره په لیدنه کې ژمنه کړې وه چې دغه ماشوم به له تښتوونکو ازاد کړي خو دغه ژمنې لاهم نه دي عملي شوي.

د عبدالرووف نیکه عبدالرحمان وویل:«ولسمشر په پرېکنده توګه لارښونه وکړه چې دغه ماشوم دې ژر تر ژره ترلاسه کړل شي او همدارنګه دد عبدالرووف جان پلار ته یې هم یوه قاطع هیله ورکړه.»

یو له اعتراض کوونکو محمد کمال ګونیش وایي چې له اعتراضونو او د حیرتان او آقینې د سوداګریزو لارو له تړل کېدو وروسته، حکومت د عبدالرووف د پلار او مور په ګډون د معترضانو یوه ۱۴ کسیزه ډله کابل ته وغوښته.

دی وایي چې په کابل کې یې د ملي امنیت له عمومي رییس؛ د ملي امنیت له سلار کار او د کورنیو چارو له وزیر سره یې په دې تړاو خبرې وکړې:«تراوسه دغو خبرو چې عبدالرووف دې خوشې کړل شي، پایله نه ده لرلې.»

د معترضانو د پرلت خیمه هم له دریېو میاشتو راهیسې د عبدالروف د خوشي کېدو لپاره د بلخ د والي دفتر ته څېرمه درول شوې ده.

دلته معترضان د عبدالرووف په راخوشي کېدو کې حکومت په ناکامۍ تورنوي.

معترض فضل‌الدین حاجي ‌زاده وايي:«زموږ امنیتي ځواکونو ډېره بې غوري وکړه تر دې چې دغې پېښې کرا کرا د پېچلتیا رنګ او بوی خپل کړ.»

د مزارشریف اوسېدونکي هم پر حکومت نیوکه کوي چې د څلورو میاشتو په تېرېدو سره نه دی توانېدلی چې تښتول شوی ماشوم د تښتوونکو له منګولو راخوشي کړي.

په دې تړاو مو د بلخ د ځایي چارواکو نظر تر لاسه نه شوای کړی.

ورته مهال د اسلامي جمعیت اجرايي رییس عطامحمد نور وايي چې حکومت د عبدالرووف تښتوونکي پېژني او د هغه د اوسېدو پر ځای هم پوهېږي.

عبدالرووف د سږکال په لړم میاشت کې په مزار شریف کې د وسله والو له لوري چې پوځي جامې یې اغوښتې وې؛ وتښتول شو او تر اوسه یې برخلیک ناڅرګند دی.

نهه کلن عبدالرووف، کابو څلور میاشتې مخکې په مزارشریف کې د انسان تښتوونکو له خوا وتښتول شو. له هغې وروسته د عبدالرووف کورنۍ په ځلونو اعتراض وکړ، خو تراوسه د هغه له خلاصونه کوم خبر نشته.

شریک یي کړئ