Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

خلیل زاد دوحه کې د سفر په دویمه ورځ د طالبانو له پلاوي سره ولیدل

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي په دوحه کې د خپل سفر په دویمه ورځ، نن شنبې د طالبانو له مرکچي پلاوي سره ولیدل.

ښاغلي خلیلزاد دوه ورځې مخکې دوحې ته ولاړ او د افغانستان اسلامي جمهوریت له مرکچي پلاوي سره یې ولیدل.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي دي چې په قطر کې د طالبانو د دفتر مشر ملاعبدالغني برادر، د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر مولوي عبدالحکیم او د طالبانو د مرکچي پلاوي ځينو نورو غړو له خلیل زاد سره د لیدنې په لړ کې د دوحې د هوکړه لیک د بشپړ پلي کېدو په هکله خبرې وکړې.

محمد نعیم لیکلي:«په دغې غونډه کې دواړو لوریو د دوحې هوکړې ته خپله ژمنه څرګنده کړه او د هغه د پر بشپړه عملي کېدو خبرې وکړې. په ناسته کې همدارنګه د افغانستان د اوسني وضعیت په هکله او د افغانانو ترمنځ د روان بهیر د چټکتیا او اغېزمنتیا په هکله بحثونه وشول.»
 
بل خوا د امریکا د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې رپوټ ورکړی دی چې زلمي خلیل زاد په خپلو وروستیو کتنو کې بن غونډې ته د ورته یوې لویې غونډې د جوړېدو وړاندیر کړی دی چې په کې د لنډمهالي حکومت په تړاو خبرې وشي.

خو د ملي امنیت پخوانی مشر رحمت الله نبیل د واشنګټن له لوري د سولې د نوې طرحې پایلې خطرناکې ګڼي:«داسې ونه شوي چې دا طرحه داسې ترتیب شي چې بالاخره موږ افغانان پایلې ته ونه رسېږو او یوه بله طرحه پله لار کې وې او په مېز کېښودل شي.»
        
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي غړی غلام فاروق مجروح هم څرګندوي:«هغه طرحه چې ښاغلي خلیل زاد افغان سیاستوالو ته مطرحه کړې وه، له موږ سره یې شریکه کړه. پر هغې کار کوو او ښايي په راتلوونکو غونډو کې له یو بل سره پرې خبرې ولرو. شونې ده چې دا طرحه له مقابل لوري سره م شریکه کړل شوي وي.»

بل خوا د ملي روغې جوړې عالي شورا وایي چې د امریکا د نوې طرحې له مخې ټاکل شوې ده؛ ملګري ملتونه په فعاله توګه په افغان سولې بهیر کې ښکېل شي او نړیوال او سیمه ییز لوبغاړي د دغه سازمان تر نظر لاندې د افغان سولې په تړاو یوه واحد نظر ته ورسېږي.
              
د ملي روغې جوړې د عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد وویل:«خلیل زاد دا خبره وکړه چې موږ له نړیوالې ټولنې، سترو ځواکونو او ملګرو ملتونو سره خبرې کړې دي او ویلي یې دي چې ښايي له دې وروسته کنفرانس کې چې راځي د ملګرو ملتونو رول په کې ډېر وي.»

خو ولسمشر غني چې په سولې بهیر کې د طالبانو پرنیت شک لري، هغوی له تاوتریخوالي نه د لاس اخیستو ته رابولي. 

ولسمشر محمد اشرف غني زیاتوي:«تاوتریخوالی کم کړې، له شعاره تېر شې او په عمل کې ثابته کړې چې سولې ته واقعي نیت لرئ.»

له دې ټولو سره سره هېوادوال تمه لري چې ښکېل لوري ژر تر ژره د انعطاف په ښودلو سره په سولې بهیر کې هوکړې ته ورسېږي څو په راوران کال کې د جګړو شاهدان نه وي بلکې واقعي سوله تجربه کړي.

فرستاده ویژه امریکا برای صلح افغانستان در دومین روز سفرش به دوحه با نماینده گان طالبان درباره روند صلح رایزنی کرد.

شریک یي کړئ