Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولسمشر غني ته د بلنکین لیک او د سولې په هکله د هغه ګواښونکی تون

طلوع نیوز ولسمشر غني ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکین د استول شوي لیک یوه نسخه ترلاسه کړې ده.

انټوني بلنګین په دغه لیک کې افغان سیاستوالو ته د امریکا د وړاندیز شوې طرحې پخلی کوي او وايي چې واشنګټن له ملګرو ملتونو سازمان څخه غواړي چې د امریکا، روسیې، چین، پاکستان، ایران او هند د بهرنیو چارو وزیرانو او ځانګړو استازو له حضور سره، د افغانستان پر سوله د بحث لپاره یوه غونډه جوړه کړي.

هغه څرګندوي:«موږ هوډ لرو له ملګرو ملتونو وغواړو چې د افغانستان د سولې بهیر هکله د روسیې، چین، پاکستان، ایران، هند او امریکا د بهرنیو چارو او ځانګړو استازو د بحث لپاره غونډه جوړه کړي.»

ښاغلی بلنکین همدارنګه د ترکیې په کوربه توب د جمهوریت او د طالبانو د استازو له حضور سره د سولې هوکړه لیک د وروستي کېدو په هکله د یوې غونډې له جوړېدو هم خبر ورکوي.

ښاغلي لنکین زیاته کړه:«موږ به همدارنګه له ترکیې وغواړو چې په راتلوونکو اوونیو کې د سولې هوکړه لیک د وروستي کېدو لپاره د دواړو لوریو (جمهوریت او طالبانو) د لوړې کچې غونډې کوربه توب وکړي.» 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دغه لیک ظاهراً کابل ته د خلیل زاد له سفر سره هم مهاله، ولسمشر غني ته لیکل شوی او د هغه یوه نسخه طلوع نیوز ته رسېدلې او په هغه کې د افغانستان د کړکېچ د حل لپاره د امریکا د سولې طرحې پخلی شوی دی.

ښاغلی بلنکین وايي چې عبدالله عبدالله ته یې هم دا شان لیک استولی دی.

هغه ګواښ کړی چې په جمهوریت کې د افغان مشرانو ترمنځ بې اتفاقي د منلو وړ نه دی. او دا کار په نوي یمې لسیزه کې د ناورین رامنځه کېدو لامل شو او داسې کار باید تکرار نه شي.

هغه ولسمشر ته وايي چې د جمهوریت د دریځ د پیاوړتیا لپاره له عبدالله عبدالله، حامد کرزي او عبدرب الرسول سیاف سره کار کول مهم دي.

ښاغلی بلنکین د پسرلني عملیایتو د پیل د مخنیوي لپاره د تاوتریخوالي د کموالي د ۹۰ ورځنۍ طرحې له چمتووالي هم خبر ورکوي.

هغه زیاتوي چې په واشنګټن کې د امریکا د سولې هوکړه لیک د بیاکتنې بهیر پای ته نه دی رسېدلی. او اندېښمن دی چې د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره، اوضاع خرابه شي او د طالبانو لاسته د ډېرو سیمو د ورتلو لامل شي.

شریک یي کړئ