Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ولسي جرګې د اداري پلاوي د څلورو غړو د ګومارنې لپاره ټاکنې وشوې

د ولسي جرګې غړو نن یکشنبې د اداري پلاوي د څلورو څوکیو لپاره ټاکنې ترسره کړې، چې له دې ډلې یوازې جاوېد جیحون بریالی شو چې د ولسي جرګې د لومړۍ مرستیالۍ لپاره د استازو رایې ترلاسه کړه.

لس نور نوماندان بریالي نه شول چې د اداري پلاوي د څوکۍ د ترلاسه کولو لپاره بسندویه رایې ترلاسه کړي.

ضیاالدین آریایي نژاد، جاوېد جیحون او منور شاه بهادري د ولسي جرګې لومړۍ مرستیالۍ ته؛ سید ظاهر مسرور، ګل احمد نورزاد او محمد کریم جوزجاني د ولسي جرګې دویمې مرستیالې ته، کریم اتل، شفیقه سخا یولچي او اسدالله شهباز د منشي څوکۍ ته او  ګلالۍ محمدي او عرفان الله عرفان د ولسي جرګې د دویم منشي څوکۍ ته ځانونه نوماند کړي وو.

له دې منځه یوازې جاوېد جیجون د یو سلو شلو رایو په ګټلو سره د ولسي جرګې د لومړي مرستیال څوکۍ وګټله:«د تاوتریخوالي د کموالي او د سولې او اوربند په ټینګښت کې به له اجرایې قوې سره همغږي به زما له کارونو وي.»
  
بې نظمیو او دغه راز  د قانون خلاف کمپاینونو او د رایې د ترلاسه کولو لپاره د پېسو ورکړه هغه نیوکې دي چې په جرګه کې ترې یادونه کېږي .
 
د ولسي جرګې یو شمېرغړي مني چې ډېری رایې د پیسو په بدل کې کارول شوې دي او د وړتیا اصل ته ډېره لږ پاملرنه شوې ده.
     
د ولسي جرګې غړی رمضان بشر دوست وايي:«په لومړي پوړ کې د ځينو مامورینو دفترونه مهر او لاک شوي وايي چې دلته پيسې وېشل کېږي.»
        
د ولسي جرګې غړی ضیا الدین اکازی هم څرګندوي:«په پارلمان کې پیسې یو معیار دی .... پیسې معیار دي او زه له دې سترګې نه پټوم خو زه هغه چاته چې وړتیا ونه لري رایه نه ورکوم.»

لا څرګنده نه ده چې څه وخت به د ولسي جرګې د اداري پلاوي د درېیو نورو غړو د ټاکنو بهیر پای ته ورسېږی.
 
جاوېد جیجون د یو سلو شلو رایو په ګټلو سره د ولسي جرګې د لومړي مرستیال څوکۍ وګټله.

شریک یي کړئ