Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سولې بهیر کې د ښځو د لاسته راوړنو بابېزه ګڼلو په هکله اندېښنې

ځینې هغه ښځې چې د هېواد په نظامي او ملکي بنسټونو کې کار کوي له نړیوالې ټولنې غواړي چې، د سولې خبرو کې باید په تېرو دوو لسیزو کې د ښځو لاسته راوړنې له پامه ونه غورځول شي.
 
دغو ښځو چې نن یکشنبې د مارچ اتمې - د ښځې ورځ د لمانځنې لپاره کابل کې سره راغونډې شوې وې، وايي چې د سولې بهیر کې د ښځو ځای ځایګی تعریف شوی نه دی.

د ښځو چارو وزارت سرپرسته حسینه صافۍ وايي:«موږ له نړیوالې ټولنې د خپلو لاسته راوړونو ضمانتونه غواړو، چې غواوړ هغه د خپل راتلوونکي نسل لپاره په میراث پرېږدو، موږ نه غواړو چې زموږ ګونډې زیاتې شي.»

په داسې حال کې چې له طالبانو سره د سیاسي هوکړې د څرنګوالي په تړاو تازه طرحې رسنیو ته رسېدلې ده. د ښځو چارو وزارت مرستیاله پر دې طرحې نیوکه کوي.
 
د ښځو چارو وزارت مرستیاله حسنا جلیل څرګندوي:«له بده مرغه په هغې طرحه کې نه د ښځو لپاره ځای وو او نه هم په دغې طرحه کې د ښځو لپاره ځای شته. یعنې ډېر تعریف شوی ځای نشته. موږ غواړو چې زموږ لاسته راوړنې وساتل شي.»

مزاري امان چې له ۲۷ کلونو راهیسې په ملي دفاع وزارت کې خدمت کوي، د سولې د مذاکراتو د څرنګوالي په تړاو اندېښنه څرګندوي.
 
د ملي دفاع وزارت برید جنراله مزاري امان وايي:«زموږ غوښتنه دا ده چې زموږ لاسته راوړنې وساتل شي او موږ د افغانستان اسلامي جمهوریت نظام غوښتونکي یوو.»

د کورنیو چارو وزارت افسره ذکیه رحمتي هم څرګنده کړه:«هېڅکله هغه ښځې چې په پولیسو او امنیت کې دي له پامه ونه غورځول شي.» 

ځينې هغه مېرمنې چې د ځانګړو ځواکونو په لیکو کې کار کوي، د سولې په بهیر کې له ښکېلو لوریو غواړي چې د ښځو لاسته راوړنې بابیزه ونه ګڼي.
 
د ځانګړو ځواکونو افسره بصیره عباسي وايي:«که چېرې ښځو ته موکه ورکړل شي کولای شي اتل واوسي، کولای شي په ښه بڼه کار وکړي.»

 د ځانګړو ځواکونو افسره نور ضیا عاشوري زیاتوي:«هغو ښځو چې په نظام کې کار کړی، خپل کار ته دې دوام ورکړي او نظام وساتل شي.»

ښځې د سولې په مذاکراتو کې د تېرو دوو لسیزو د لاسته راوړڼو پر ساتنې، د تاوتریخوالي پر کمښت، او د بشري حقونو پر تامین او د اوربند پر ټینګښت ټینګار کوي.

شریک یي کړئ