Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

صالح:پر اساسي قانون او د خلکو د رایې پر حق معامله د منلو وړ نه ده

د ولسمشر لومړی مرستیال امراالله صالح ګواښ کوي چې د اساسي قانون او د خلکو د رایې پر حق معامله هېڅکله به د منلو وړ نه وي.

ښاغلي صالح چې کابل کې د مارشال محمد قسیم فهیم په اوم تلین کې وینا کوله، ولسمشر غني ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکېن ګواښ کوی که چېرې په دوه اړخیزه اړیکه کې متقابل احترام نه وي، «د خلکو د رایې حق د حذف لپاره د نامشروع غوښتنو منل به ناشونې وي.» 

هغه امریکا ته په خطاب کې وايي چې افغانستان له امریکا سره اړیکو لرلو ته اهمیت ورکوي، خو د هغه په وینا تر هېڅ شرایطو لاندې څوک حق نه لري د افغانستان خلک د رایې له حقه بې برخې کړي.

هغه په دې هکله وویل:«موږ له دغه لیکه نه اندېښمن یوو او نه هم زموږ په دریځ کې بدلون راغلی دی.»

هغه زیاته کړه لوېدیځ او امریکا حق لري چې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو په هکله پرېکړه وکړي:«خو دا زموږ مشروع حق دی چې د افغانستان د ۳۵ مېلیونه انسانانو برخلیک د نورو د مهال وېش په مطابق جوړجاړۍ او معامله نه کړو.»

هغه په ترکیه کې د سیاستوالو د غونډې په هکله هم وايي چې په یوې خونه کې د ۲۰ تنو راغونډېدل نه شي کولای چې د خلکو د برخلیک په هکله پرېکړه وکړي، بلکې د هغه په وینا خلک عزت لرونکې سوله غواړي.

هغه ګواښ کوي که چېرې داسې وشي په خپله د امام حسین په توګه د طالبانو او د هغوی د ملاتړو په توګه به مقاومت وکړي.

هغه څرګنده کړه:«که چېرې د ټاکنو پر اصل طالبانو له موږ سره هوکړې ته ورسېږي، موږ کولای شو د هغو پر نېټه خبرې وکړو. او که چېرې د څو تنو ترمنځ معامله، نظام او زموږ لاسته راوړنې او د خلکو حق واخلي، هېڅکله هغه ته نه تسلیمېږو.»

بلخوا د ملي روغ جوړې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله په دغې غونډه کې وايي چې کابل ته د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي له راتګ څخه دوه ورځې مخکې د امریکا د سفارت استازي دغه لیک د هغوی ته سپارلی و.

ښاغلی عبدالله څرګندوي:«د دې سربېره چې نه غواړم له لیکه دفاع وکړم، خو په دغه لیک کې پر مهمو موردونو بحث شوی دی.»

هغه زیاته کړه:«هېڅوک د افغانستان پر خلکو څه نه شي تحمیلولای. تفرقه، تبغیض او بې اتفاقي د دې لامل شوی چې هر څه پر موږ تحمیل شي.»

هغه ټینګار وکړ د رایې حق لاسته راوړنه تر ټولو ستره لاسته راوړنه ده باید معامله نه شي.

په سیاسي او امنیتي چارو کې د ولسمشر سلاکار محمد محقق هم په دغې غونډه کې وویل چې افغانستان په حساسو شرایطو کې دی:«واک د افغانستان له خلکو له لاسه د وتلو په حال کې دی. موږ اوس د ناسولې په شرایطو کې یوو.»

هغه زیاته کړه:«موږ نه شو کولای چې خپلې تېرې لاسته راوړنې تر پښو لاندې کړو.»

محمد محقق د امریکا د بهرنیو چارو وزیر لیک ته په نغوتې سره وايي:«د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په پیغام کې کمزورتیا دا ده چې د افغانستان له جوړښت څخه سمه پېژندنه نه لري او امرانه تون لري چې امرانه او فرمایشي سوله کوم ځای ته نه رسېږي.»

ولسمشر غني ته لیک 

طلوع نیوز ولسمشر غني ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکېن د استول شوي لیک یوه نسخه ترلاسه کړې ده.

انټوني بلنګین په دغه لیک کې افغان سیاستوالو ته د امریکا د وړاندیز شوې طرحې پخلی کوي او وايي چې واشنګټن له ملګرو ملتونو سازمان څخه غواړي چې د امریکا، روسیې، چین، پاکستان، ایران او هند د بهرنیو چارو وزیرانو او ځانګړو استازو له حضور سره، د افغانستان پر سوله د بحث لپاره یوه غونډه جوړه کړي.

هغه څرګندوي:«موږ هوډ لرو له ملګرو ملتونو وغواړو چې د افغانستان د سولې بهیر هکله د روسیې، چین، پاکستان، ایران، هند او امریکا د بهرنیو چارو او ځانګړو استازو د بحث لپاره غونډه جوړه کړي.»

ښاغلی بلنکین همدارنګه د ترکیې په کوربه توب د جمهوریت او د طالبانو د استازو له حضور سره د سولې هوکړه لیک د وروستي کېدو په هکله د یوې غونډې له جوړېدو هم خبر ورکوي.

ښاغلي لنکین زیاته کړه:«موږ به همدارنګه له ترکیې وغواړو چې په راتلوونکو اوونیو کې د سولې هوکړه لیک د وروستي کېدو لپاره د دواړو لوریو (جمهوریت او طالبانو) د لوړې کچې غونډې کوربه توب وکړي.» 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دغه لیک ظاهراً کابل ته د خلیل زاد له سفر سره هم مهاله، ولسمشر غني ته لیکل شوی او د هغه یوه نسخه طلوع نیوز ته رسېدلې او په هغه کې د افغانستان د کړکېچ د حل لپاره د امریکا د سولې طرحې پخلی شوی دی.

ښاغلی بلنکین وايي چې عبدالله عبدالله ته یې هم دا شان لیک استولی دی.

هغه ګواښ کړی چې په جمهوریت کې د افغان مشرانو ترمنځ بې اتفاقي د منلو وړ نه دی. او دا کار په نوي یمې لسیزه کې د ناورین رامنځه کېدو لامل شو او داسې کار باید تکرار نه شي.

هغه ولسمشر ته وايي چې د جمهوریت د دریځ د پیاوړتیا لپاره له عبدالله عبدالله، حامد کرزي او عبدرب الرسول سیاف سره کار کول مهم دي.

ښاغلی بلنکین د پسرلني عملیایتو د پیل د مخنیوي لپاره د تاوتریخوالي د کموالي د ۹۰ ورځنۍ طرحې له چمتووالي هم خبر ورکوي.

هغه زیاتوي چې په واشنګټن کې د امریکا د سولې هوکړه لیک د بیاکتنې بهیر پای ته نه دی رسېدلی. او اندېښمن دی چې د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره، اوضاع خرابه شي او د طالبانو لاسته د ډېرو سیمو د ورتلو لامل شي.

د ولسمشر لومړی مرستیال وايي چې لوېدیځ او امریکا حق لري چې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو په هکله پرېکړه وکړي.

شریک یي کړئ