Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغان مشرانو ته د بلنکېن د لیک په هکله د سیاستوالو غبرګون

د هېواد سیاستوال ولسمشر اشرف غني او د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکېن لیک په غبرګون کې وايي چې دا لیک د دې ښودنه کوي چې د افغان سولې بهیر کې د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد رول غوښن دی.

له دې ټولو سره د هېواد سیاستوال وايي چې د ولسمشر د ملي امنیت له سلاکار حمد الله محب سره د امریکا د بهرنیو او دفاع وزارتونو اړیکو ونه شوای کړی چې د سولې په هکله د افغان حکومت دریځ بدل کړي نو له همدې امله، ښاغلي بلنکېن ولسمشر غني ته داسې ګواښوونکی لیک استولی دی.
             
د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په دې هکله وايي:«په ډپيلوماسۍ کې موږ په خپله دا جواز ورکړی دی چې دا ډول اړیکې دې ونیول شي، نو زه دا کار خدای مه کړه یو ډول سپکاوی او یا بې اعتنايي نه ګڼم.»

په داسې حال کې چې د ولسمشر لومړۍ مرستیال امرالله صالح د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر پر لیک نیوکه کوي؛ خو د بهرنیو چارو وزیر د دغه لیک په تړاو داسې نظر لري:«هغه څه چې مهم دي د لیک د استولو بڼه نه ده، د لیک منځپانګه ده چې یو ځل بیا د افغانستان او امریکا پر ګډو ګټو ټينګار شوی او د دواړو هېوادونو د همکارۍ پر اړتیا ټینګار شوی دی.»

له دغه لیک نه د هېواد د سیاستوالو انګېرنه دا ده چې امریکا په افغان سولې بهیر کې د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ځای ځایګي ته په یوه سترګه ګوري.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند څرګندوي:«په لیک کې داسې جوتېږي چې ډاکټر صېب غني او عبدالله په یو اندازه کتل کېږي.  هغوی ډواړو ته یو خط لېږل کېږي دا په دې معنا ده که چېرې ته غني د دې مخالفت کوي، عبدالله ته به هغه وزن امریکا ورکړي چې له طالبانو سره په معامله کې ښکېل پاتې شوی او امریکا د افغانستان د سولې کشاله یو طرفه کړي او افغانان په یو ټغر کېنوي.»

د امریکا د نوي حکومت د کار له پېلېدو راهیسې دوه ځلي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او یو ځل د امریکا دفاع وزیر له ولسمشر غني سره ټلېفوني اړیکې لرلې دي. د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار هم د هېواد د ولسمشر د ملي امنیت له سلاکار سره ټلېفوني اړیکې لرلې دي.

په داسې حال کې چې تمه کېده په امریکا کې د نوي حکومت په رامنځته کېدو سره، د زلمي خلیل زاد ماموریت له بدلونونو سره مخ شي. خو د هېواد سیاستوال وایي چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر دا لیک ښيي چې لا هم امریکا ته د ښاغلي خلیل زاد کار مهم دی.
                         
د اسلامي جمعیت د سیاسي کمېټې مسوول ستار مراد په دې هکله وايي:«د دغه لیک پیغام دا دی چې د افغانستان ملت حال ته پاملرونه وشي، دغې جګړې ته چې پای نه لري باید پاملرنه وشي.»

له دې ټولو سره سره تمه کېږي چې تر لسو نورو ورځو پورې مسکو د هغې غونډې کوربه توب وکړي چې د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله په ګډون افغان سیاستوال، د طالبانو استازي او د سیمې د هېوادونو استازي وربلل شوي دي چې د افغان سولې په تړاو بحث او خبرې وکړي.
 
د ملي روغې جوړې د عالي شورا ویاند فریدون خوځون وايي:«یو کنفرانس جوړېږي، دغه کنفرانس ته د افغانستان ځينې شخصیتونه دعوت شوي دي، د ملي مصالحې عالي شورا رییس هم دعوت شوی دی.»

بل خوا زلمي خلیل زاد پاکستان ته په خپل تازه سفر کې د پاکستان له پوځي او ملکي چارواکو سره د هغې طرحې په تړاو خبرې کړي دي چې اوس اوس افغان سیاستوالو او طالبانو ته سپارل شوې ده.

افغان مشرانو ته د بلنکېن لیک 

طلوع نیوز ولسمشر غني ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکېن د استول شوي لیک یوه نسخه ترلاسه کړې ده.

انټوني بلنګین په دغه لیک کې افغان سیاستوالو ته د امریکا د وړاندیز شوې طرحې پخلی کوي او وايي چې واشنګټن له ملګرو ملتونو سازمان څخه غواړي چې د امریکا، روسیې، چین، پاکستان، ایران او هند د بهرنیو چارو وزیرانو او ځانګړو استازو له حضور سره، د افغانستان پر سوله د بحث لپاره یوه غونډه جوړه کړي.

هغه څرګندوي:«موږ هوډ لرو له ملګرو ملتونو وغواړو چې د افغانستان د سولې بهیر هکله د روسیې، چین، پاکستان، ایران، هند او امریکا د بهرنیو چارو او ځانګړو استازو د بحث لپاره غونډه جوړه کړي.»

ښاغلی بلنکین همدارنګه د ترکیې په کوربه توب د جمهوریت او د طالبانو د استازو له حضور سره د سولې هوکړه لیک د وروستي کېدو په هکله د یوې غونډې له جوړېدو هم خبر ورکوي.

ښاغلي لنکین زیاته کړه:«موږ به همدارنګه له ترکیې وغواړو چې په راتلوونکو اوونیو کې د سولې هوکړه لیک د وروستي کېدو لپاره د دواړو لوریو (جمهوریت او طالبانو) د لوړې کچې غونډې کوربه توب وکړي.» 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دغه لیک ظاهراً کابل ته د خلیل زاد له سفر سره هم مهاله، ولسمشر غني ته لیکل شوی او د هغه یوه نسخه طلوع نیوز ته رسېدلې او په هغه کې د افغانستان د کړکېچ د حل لپاره د امریکا د سولې طرحې پخلی شوی دی.

ښاغلی بلنکین وايي چې عبدالله عبدالله ته یې هم دا شان لیک استولی دی.

هغه ګواښ کړی چې په جمهوریت کې د افغان مشرانو ترمنځ بې اتفاقي د منلو وړ نه دی. او دا کار په نوي یمې لسیزه کې د ناورین رامنځه کېدو لامل شو او داسې کار باید تکرار نه شي.

هغه ولسمشر ته وايي چې د جمهوریت د دریځ د پیاوړتیا لپاره له عبدالله عبدالله، حامد کرزي او عبدرب الرسول سیاف سره کار کول مهم دي.

ښاغلی بلنکین د پسرلني عملیایتو د پیل د مخنیوي لپاره د تاوتریخوالي د کموالي د ۹۰ ورځنۍ طرحې له چمتووالي هم خبر ورکوي.

هغه زیاتوي چې په واشنګټن کې د امریکا د سولې هوکړه لیک د بیاکتنې بهیر پای ته نه دی رسېدلی. او اندېښمن دی چې د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره، اوضاع خرابه شي او د طالبانو لاسته د ډېرو سیمو د ورتلو لامل شي.

ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر لیک په دې ورځو کې ډیر بحثونه راپارولي دي.

شریک یي کړئ