د ننګرهار ولایت سیمهییز مسوولین سره رود ولسوالۍ کې پر یوه کور د لاسيبم برید له کبله د یوې ښځې له ژوند بایللو خبر ورکوي.
د مسوولینو په خبره پېښه تېره شپه(سې شنبې د کب په ۱۹مه نېټه) شوې او د بریدکوونکي په ګډون څلور تنه ټپیان شوي دي.
مسوولین زیاتوي چې بریدکوونکی نیول شوی دی.
د پېښې لامل شخصي ستونزې ښودل شوې دي.
په همدې حال کې نن له غرمې مخکې د ننګرهار جلال اباد ښار اتمې ناحيې اړوند سیمه کې د ملي اردو پر موټر د سرک غاړې ماین چاودلی.
ننګرهار کې سرچینې وايي پېښه کې دوه سرتېري ټپيان دي.