Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ترکیه به د مارچ وروستیو کې د افغان سولې په هکله د غونډې کوربه وي

د ملي روغې جوړې عالي شورا وايي چې تمه کېږي د ملګرو متلونو سازمان په مدیریت سره د هېواد د سولې په هکله غونډه به د روانې زیږدیزې میاشتې په پای کې په ترکیه کې جوړه شي.

دغه شورا ټينګار کوي چې په ترکیه کې د سولې غونډه به یوه برخلیک ټاکوونکې هغه وي چې له طالبانو سره د سولې په هکله وروستۍ پرېکړې کېږي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا په باور، ښايي د دغې غونډې په څنډه کې د ځينو افغان سیاستوالو او طالب استازو تر منځ هم لیده کاته او خبرې وشي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا ویاند فریدون خوځون په دې هکله وايي:«ټاکل شوې ده د مارچ په وروستیو کې، په ترکیه کې یوه غونډه جوړه شي چې د ملګرو ملتونو سازمان په مشرۍ به وي او په هغه کې به د سیمې هېوادونو ځينې چارواکي او استازي به هم حضور ولري.»

تر دې مخکې، د امریکا بهرنیو چارو وزیر ولسمشر غني ته هم په خپل یوه لیک کې په ترکیه کې د افغان سیاستوالو او طالب استازو تر منځ او همداراز د ملګرو ملتونو په مدیریت د امریکا، روسیې، چین، پاکستان، ایران او هند د بهرنیو چارو وزیرانو او ځانګړو استازو په ګډون د یوې بلې غونډې له جوړېدو خبر ورکړی وو.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وویل:«د مارچ په ۲۷مه نېټې د ترکیې د غونډې جوړېدل نه یوازې دا چې د افغانستان د کړکېچ لپاره به یو حل پیدا کړي، بلکې د نړیوالې ټولنې د استازو له حضور سره، افغان لوري به یوې دوامدارې حل لارې ته به لاسرسۍ پیدا کړي.»

ولسمشرۍ ماڼۍ په ترکیې کې د دغې ناستې په اړه له یو شمېر سیاستوالو سره پر بحثونو لګیا ده. سرچینې وايي چې، په دې ناسته کې به عبدالله عبدالله هم ګډون وکړي.

د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار څرګنده کړه:«د ملګرو ملتونو سازمان کولای شي چې ډاګیزه رول ولري چې وکړای شي د پروګرامونو همغږي وکړي.»

له بل لوري، د ترکیې بهرنیو چارو وزیر قطر ته تللی. په دغه هېواد کې د طالبانو سیاسي دفتر هم دی.

د ترکیې د عدالت او پراختیا ګوند ویاند عمر چلیک په دې هکله وايي:«موږ به په افغانستان کې د شخړو او جګړې د حل لپاره ډېره همکاري وکړو. زموږ ډيپلوماټان د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په دې اړه فعاله دي او ترکیه به یو منځګړی او د سولې راوړونکی هېواد وي.»

د افغانستان د سولې بهیر کې د ملګرو ملتونو د رول له ډېرېدو سره هم مهاله، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې هم تېره ورځ په دوحه کې د افغانستان اسلامي جمهوریت له مرکچي پلاوي سره لیده کاته درلودل.

د سولې په چارو کې د دولت ویانده ناجیه انوري زیاتوي:«په دغه بهیر کې د ملګرو ملتونو سازمان د ونډې په هکله، د سیمه ییزې ، نړیوالې اجماع پیاوړتیا او فعالې ډپيلوماسي په هکله هر اړخیزې خبرې وشوې.»

د ترکیې تر غونډې مخکې ټاکل شوې، مسکو هم تر راتلونکو اتو ورځو د افغان سیاستوالو، طالب استازو او د سیمې د هېوادونو د ځینو استازو په ګډون د افغانستان د سولې په اړه یوه بله غونډه هم جوړه کړي.
 
شریک یي کړئ