Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سیاستوال: د امریکا له خوا وړاندیز شوې د سولې مسوده دې وڅېړل شي

د افغان سولې لپاره د امریکا د وړاندیز شوې طرحې د مسودې په وړاندې د غبرګونونو په لړ کې، د هېواد ځينې سیاستوالان وايي چې دغه سند باید وڅېړل شي.

دغو سیاستوالو نن چهارشنبې په پروان کې د کندوز د پخواني امنیه قومندان عبدالرحمان سیدخېلي په لسم تلین مراسمو کې ویناوې کولې، له حکومته یې وغوښتل چې د سولې بهیر د رامنځه کېدو په وړاندې خنډ نه شي.

له دې منځه د پخواني ولسمشر محمد یونس قانوني وویل، کومه طرحه چې ده لیدلې باید تعدیل په‌کې راشي او په وینا یې په پټو سترګو د طرحې ردول جګړې ته د بلنې مانا لري:«په پټو سترګو د سولې ردول جګړې ته د بلنې په معنا دي؛ هغه نابراره جګړه چې د افغانستان د خلکو په ګټه نه ده. دویمه په پټو سترګو او له دقت پرته د سولې منل، پر بنسټيزو اصولو له هوکړې پرته یوې بلې جګړې ته د افغانستان کاږل دي.»

ځينو نورو سیاستوالو بیا ویل چې ولسمشر غني نه شي کولای د سولې بهیر کې په یوازې ځان د افغانستان د ټولو خلکو استازولي وکړي.

د دغې غونډې ګډونوال وايي، ټولې ښکېلې خواوې او په ځانګړې توګه د جهاد او مقاومت ډله باید د سولې بهیر کې حضور ولري.

د اسلامي جمعیت ګوند مشر صلاح الدین رباني څرګندوي:«دغه موکه باید د یوه لنډ مهالي او ننداریز اوربند په پار استفاده نه شي یا لوری یا یوه ډله په دې باور وي، چې د سولې له بهیره د خپل نامشروع واک د دوام او یا هم د خپل نامشروع واک ته رسېدو لپاره استفاده کولای شي.»

دوی همداراز وايي، د سولې لپاره له لاسته راغلې موکې باید د یوې تل پاتې سولې ټينګښت په برخه کې وکارول شي.

د اسلامي جمعیت غړی احمد ضیا مسعود هم زیاتوي:«په هېواد کې د سولې هر ډول بهیر باید نړیوال ضمانت ولري. د سیمه ییزو هېوادونو ضمانتونه ولري او زموږ په هېواد کې د سولې تر شا یوه ملي اجماع شتون ولري.»

دې مراسمو لپاره ولسمشر غني او لومړي مرستیال یې په ځانګړو ویډیویي پیغامونو کې مولانا عبدالرحمان سیدخېلي یې یو زړور قومندان او لایق مدیر ګڼلی دی. 

ځينې افغان سیاستوالو وروسته له هغې د سولې په اړه جدي بحثونه پیل کړل چې، تېره اوونۍ زلمي خلیل زاد د سولې هوکړې یوه مسوده له حکومتي چارواکو او غیر حکومتي سیاستوالو او همداراز طالبانو سره شریکه کړه. ټاکل شوې د ملي روغې جوړې عالي شورا هم د دغې مسودې په اړه خپله پرېکړه په همدې اوونې اعلان کړي. 

سیاستوالان ټينګار کوي چې ټولې ښکېلې خواوې او په ځانګړې توګه د جهاد او مقاومت ډله باید د سولې بهیر کې حضور ولري.

شریک یي کړئ