سیمه ییزو سرچینو نن سهار(جمعه د کب په ۲۲مه نېټه) میدان وردګو کې د موتربم برید خبر ورکړ.
د میدان وردګو ولایتي شورا غړي، شریف الله هوتک طلوع نیوز ته وویل چې یوه ځانمرګي بریدګر له چاودېدونکو توکو ډک موټر سره یاد ولایت کې د ځانګړو ځواکونو پر قراول برید کړی دی.
په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت ځانمرګي بریدګر دوه بولي او وايي چې دواړه بریدګر موخې ته له رسېدو مخکې وژل شوي دي.
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې د موټربم چاودنې له کبله یو سرتېری برسېرن ټپي شوی دی.