د پکتیا سیمهییز مسوولین یوه وسلهوال برید کې د دغه ولایت د استیناف څارنوالۍ د څارنوال، محمد حسنیار له ژوند بایللو خبر ورکوي.
د پکتیا والي، محمدحلیم فدايي وايي پر ښاغلي حسن یار تېره شپه (پنجشنبې د کب په ۲۱مه نېټه) شاوخوا ۱۱ بجې د مرکز ګردیز په خطابه کلي کې برید شوی دی.
د والي په خبره چې د پېښې په تړاو څېړنې پیل شوې دي.
د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو اوونیو کې د هېواد په بېلا بېلو برخو کې هدفي وژنې زیاته شوې دي.
یوه اوونۍ مخکې د هلمند ولایت د ملي امنیت د څارنوالۍ رییس لښکرګاه ښار کې یوه برید کې ژوند بایلود.