Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان وروستۍ پېړۍ کې ۷ډوله سیاسي نظامونه تجربه کړي

په افغانستان کې په تېرو سلو کلونو کې اووه ډوله سیاسي نظام او لس ډوله حکومتونه جوړ شوي دي. مطلقه شاهي، مشروطه شاهي، سوسیالستي جمهوري، جمهوري، اسلامي دولت، اسلامي امارت او اسلامي جمهوري له هغو نظامونو دي چې، په تېرو سلو کلونو کې په افغانستان کې حاکم وو.

په دې منځ کې مشروطه شاهي د ظاهر شاه په مشرۍ ۴۰ کاله پر هېواد حاکمه وه او دا یوازنی نظام دی چې، په تېرو سلو کلونو کې تر نورو ډېر عمر وکړ.

په وروستیو سلو کلونو کې سیاسي بهیرونه تل د بدلون په حال کې پاتې شوي او په دې موده کې افغانستان له شاهي تر جمهوریت، اسلامي دولت او اسلامي امارت  ته نیولو تر ډموکراسۍ پورې ټول نظامونه تجربه کړې ده.

امان الله خان په دولس سوو اته نوي یم لمریز کال کې د خپل پلار حبیب الله له وژل کېدو وروسته پاچاهۍ ته ورسېد چې له شاهي نه مشروطه شاهلي ته د حکومت بدلون د تجدد غوښتنې په برخه کې د هغه له لاسته راوړنو ګڼل کیږي. دغه نظام د حبیب الله کلکاني نادرخان او ظاهر شاه په دوام کې هم دوام وموند.

ظاهرشاه په څلویښت کلنې پاچاهۍ سره په تېرو سلو کلونو کې تر ټولو اږود شاهي نظام لرلی دی.

خو  تر هغې وروسته په ۱۳۵۲ لمریز کال کې داوود خان د ظاهر شاه پر ضد کودتا  وکړه او جمهوري نظام یې جوړ کړ.
 
په دې تړاو پخوانی پوځي، اسدالله ندیم څرګندوي:«وروستۍ پېړۍ کې د افغانستان د دولتونو کمی دا دی چې دوی نه دي توانیدلي یو پویا، کاروونکی او د قانون په اساس نظام رامنځته کړي او د خلکو نظر له ځانه سره ولري. د افغانستان نظام کله هم د خلکو رایو او نظر په اساس نه و.»

د داوودخان له پنځه کلنۍ واکمنۍ او د هغه تر وژل کېدو دوه ورځې وروسته د خلق ګوند د انقلابي شورا لومړنی فرمان صادر شو او د افغانستان د اسلامي جمهوریت نوم په د افغانستان د خلق ډموکراټیک جمهوریت بدل شو. نور محمد تره کی او حفیظ الله امین، ببرک کارمل او ډاکټر نجیب یو په بل پسې د سوسیالیستي جمهوري نظام مشران وو.

تر هغې وروسته مجاهدینو له ۱۳۷۲ تر ۱۳۷۵لمریز کاله د اسلامي دولت نظام رامنځته کړ.

 خو د ۱۳۷۵ لمریز کال تلې میاشت کې کابل د طالبانو لاسته ولوید او ددې ډلې وسله والو  پر دار د ډاکټر نجیب الله په ځړولو سره په هېواد کې اسلامي امارت اعلان کړ.

د طالبانو پځوانی قومندان، سیداکبر آغا وايي:«له طالبانو مخکې نظام زمینه برابره کړه چې تازه نظام افغانستان کې رامنځته شي او یا د طالبانو نظام رامنځته شي، خو کاش چې د طالبانو نظام کې جګړه کمه وی او سوله په کې زیاته وی.»

خو د سپمټبر د ۱۱مې له پېښې وروسته په ۲۰۰۱ زږدیز کال کې امریکایي سرتېرو به افغانستان کې له طالبانو سره جګړه پېل کړه او د بن له غونډې وروسته د حامد کرزي په مشرۍ د افغانستان اسلامي جمهوریت پېل شو او  اوسمهال  ددغه نظام چارېد محمد اشرف غني له لوري مخته بیول کیږي.

تېرو سلو کالو کې سیاسي بهیرونه تل د بدلون په حال کې و، او په دې موده کې افغانستان له شاهي تر جمهوریته له اسلامي دولته تر امارته او ډموکراسي، دا ډول نظامونه یې تجربه شوي

شریک یي کړئ