د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تازه اعلامیه کې په افغانستان کې پر ملکي کسانو هدفي بریدونه غندل او ژر تر ژره یې د درېدو غوښتنه کړې ده.
اعلامیه کې راغلي:«دغه فجیج بریدونه د مدني ټولنې پر فعالانو، د قضا، رسنیو، روغتیا، د بشري خدمتونو پر کارکوونکو پر هغو ښځو چې د بشري حقونه، مذهبي او دیني اقلیتونو لپاره کار کوي، شوي دي.»
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د هدفي وژنو د درولو ترڅنګ عدالت ته یې د عاملانو پر راکاږلو ټينګار کړی دی.
دغې شورا له ټولو خواوو غوښتي چې د نړیوالو بشرپالو قوانینو له مخې پر خپلو ژمنو چې په کې د ملکي کسانو خوندیتوب هم راځي، عمل وکړي. دغې شورا همداراز ټینګار کړی چې هدفي بریدونه چې پر ملکي کسانو کیږي، جنګي جرایم بلل کیږي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ۲۰۲۰زیږدیز کال کې د ډسمپر په ۱۲مه نېټه د سولې خبرو د پیل سره د هدفي وژنو له زیاتوالي اندېښنه څرګنده کړې ده.
اعلامیه کې همداراز راغلي دي افغانستان کې سوله د افغانانو په مشرۍ د ټول شموله او هراړخیز بهیر سره رامنځته کېدی شي چې موخه یې افغانستان کې د جګړې پای او ساسي هوکړې ته د رسېدو لپاره تلپاتې او هراړخیز اوربند دی.
د یادې شورا غړو د سولې بهیر کې د یوې جدي اړتیا په توګه د ښځو پر مانالرونکې او مساویانه ونډې ټینګار کړی دیږ
دا شورا همداراز افغانستان کې ښکېلې خواوې مذاکراتو ته هڅوي، څو د باور جوړونې لپاره د تاوتریخوالي کمښت ګامونه پورته کړي او په حسن نیت سره دا بهیر مخې ته یوسي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اعلامیې په اساس د دغې شورا غړو افغانستان او سیمې ته د ترهګرو ګواښ په تړاو اندېښنه څرګنده کړې ده.
ملګرو ملتونو په داسې حال کې هېواد کې د هدفي وژنو په تړاو خپله اندېښنه څرګنده کې چې په دې وروستیو میاشتو کې دا بریدونه زیات شوي دي.