Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ضیا سراج: د بلخي ماشوم په تښتولو کې داعش لاس لري

د ملي امنیت عمومي رییس وایي چې بلخ کې د تښتول شوي ماشوم عبدالرووف تښتولو کې داعش او نورې ترهګرې ډلې لاس لري.

احمد ضیاء سراج وایي چې نن یې له نورو امنیتي مسوولینو سره په ګډه خبري ناسته کې وینا کوله، وویل چې تراوسه ۵۵ تنه د دغه ماشوم د تښتولو کېدو په تړاو نیول شوي دي.

هغه که څه هم وویل چې امنیتي ځواکونه د عبدالرووف د ازادولو لپاره نږدې شوي دي؛ خو د دې په هکله چې کله به دغه ماشوم د تښتوونکو له منګولو وژغوري څه ونه ویل:«په ټول کې دغه ۵۵ تنه هغه کسان دي چې د ازبیکستان، تاجیکستان وګړي دي. ډېری دغه نیونې په بلخ ولایت کې شوې دي.... او لاهم دوام لري.»

تښتونکو د عبدالرووف یوه نوې وېډیو هم د هغه کورنۍ ته استولی او خبرداری یې ورکړی که پیسې ور نه کړل شي، ماشوم به ووژني.

د محمدنبي عبدالرووف پلار وویل چې تښتوونکي د «وایبر» پيغام رسوونکي له لارې ویډیوګانې او ګواښوونکي پيغامونه را استوي:«تښتوونکو ماته وویل چې اولاد دې ټوټې ټوټې کوو او په بوجۍ کې اچوو، او درته یې اوستوو. زما فشار لوړ شو او پر ځمکه ولوېدم؛ سر مې مات شو او اووه ګوکه یې وخوړل.»

تښتوونکي د وایبر په پیغام رسوونکي له لارې د یو مېلیون او دوه سوه زره ډالرو غوښتنه کړې او ګواښ یط کړی چې دا پیسې د پنځو ورځو په اوږدو کې هغوی ته واستول شي.

تښتوونکو همدارنګه ګواښ کړی که چېرې په ټاکلې موده کې دا پیسې ور وانه ستول شي، غوښتنه به یې دوه مېلیونه او دوه سوه زرو ډالرو ته لوړه شي او که چېرې ډاډه شول نه استول کېږي ماشوم به ووژني.

د عبدالرووف مور زهره وايي:«پر موږ - مور او پلار رحم نه کوئ، هغه خدای چې زموږ پر سر دی هغه په پام کې ونیسئ او د معصوم ماشوم پر نارې او سورو رحم وکړئ.»

۹ کلن عبدالرووف د روان لمریز کال په لړم میاشت کې مزارشریف ښار کې د وسله والو لخوا وتښول شو او تر اوسه یې برخلیک  څرګند نه دی. 

په همدې حال کې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د تښتونکو له منګولو د دغه ماشوم د ازادولو لپاره له حکومته غواړي چې خپل ټول امکانات وکاروي.

 عبدالرووف د خپلوانو د پرلت خیمه د درېیو میاشتو راهیسې د بلخ د والي دفتر مخې ته درول شوې ده.

اعتراض کوونکي له ولسمشره غواړي چې د عبدالرووف ازادولو لپاره پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

عبدالرووف کابو څلورنیمې میاشتې مخکې له مزاز شریف ښار نه وتښتول شو.

شریک یي کړئ