Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اوسني جمهوري نظام څه ډول دوام پیدا کړی دی؟

په افغانستان کې د شاهي رژیم له نسکورېدو وروسته، اسلامي جمهوري نظام، تېرو ۲۰ کلونو کې د تر ټولو زیاتې مودې نظام دی.

د افغانستان حکومت هم تل د سولې بهیر کې د جمهوري نظام پر ساتنه ټینګار کړی دی.

خو جمهوري نظام څه ډول نظام دی او د تېرو دوو لسیزو حکومتونه څومره د جمهوري نظام ځانګړتیاوو ته ژمن وو؟ 

عایشه د هغې هنري ډلې غړې ده چې د ماشومانو لپاره کار کوي. دا په خپله نقاشه ده، ګیتار غږوي او سپورټ هم کوي.

د عایشې په باور، په اوسني نظام کې د نجونو د پرمختګ لپاره ډېرې موکې برابرې شوې دي:«د ازادۍ او ټاکنې حق لرو چې موږ کولای شو هغه څه چې غواړو په خپل ژوند کې یې انتخاب کړو او د دې زمینه یې موږ ته برابره کړې ده چې موږ په راحتۍ سره کار وکړو.»

له پنځو میاشتو راهیسې، عایشه په داسې یوه بنسټ کې کار کوي چې، یوه له موخو یې د ماشومانو او ځوانانو د پوهې کچې لوړول دي. په ځينو ولایتونو کې د سولې په هکله د کتاب مطالعې پروګرام جوړول، د دغه بنسټ تر ټولو وروستی کار دی.

د همکارۍ او د بریا لپاره د پیاوړتیا موسسې اجرايي رییس عبدالمقیت آریان‌فر وايي:«دا هڅونه رامنځته کړو چې دوی راشي او مطالعه وکړي او پوه شي چې په کوم پړاو کې دي او په دې موده کې د هغوی دنده څه ده.»

په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره له شاهي نظام وروسته په ۱۳۵۲ کال کې جمهوري نظام جوړشو. په دې نظام کې ولس برخلیک ټاکونکی دی.

د نړیوالو چارو شوونکی هادي میران په دې هکله زیاتوي:«د جمهوریت د ټينګښت یوه له ستنو، قانونیت، قانون ته د خلکو ژمنتیا او قانون ته د نظام ژمنتیا او همدارنګه د خلکو له اړتیاوو سره برابر د خدمتونو متوازنه وړاندې کونه ده.»

په ولسي جرګه کې د کاپیسا د خلکو استازې خدیجه الهام څرګندوي:«د شلو کلونو په لړ کې موږ ډېر د پام وړ پرمختګونه لري دي؛ هغه هم په بېلابېلو برخو کې، د ځواکونو په برخه کې، د مېرمنو په برخه کې، د بشري حقونو په برخه کې، د قضا په برخه کې، په بېلابېلو برخو کې مو لاسته راوړنې لرلې دي.»

له تېرو شپږو میاشتو راهیسې چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې ګرمې شوي، حکومت لوري، تر هر څه دمخه د جمهوري نظام پر ساتنې ټينګار کړی دی.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه‌پال څرګندوي:«د دې لپاره چې په جمهوریت کې ټول مسایل د خلکو په ارادې مخته ځي، دا مهمه ده! د ټاکلو او ټاکنې حق هم یوازې په جمهوري نظام کې عملي کېږي او شونې ده.»

په نړۍ کې د اسلامي هېوادونو په منځ کې په ۴۳ هېوادونوکې حکومتونه د خکلو له لوري غوره کېږي. له دې منځه څلور هېوادونه هر یو یې افغانستان، پاکستان، ایران او موریتانیا اسلامي جمهوري نظام لري او پاتې ۳۹ نور هېوادونه بیا خپل نظام جمهوري ګڼي.

شریک یي کړئ