Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له میاشتو خپلمنځي شخړو وروسته د سولې په هکله د اسلامي جمعیت غونډه

په دوو ډلو د اسلامي جمعیت ګوند له وېشلو اته میاشتې وروسته د دغه ګوند څلور لوړپوړو غړو د یکشنبې په شپه د تړلو دروازو تر شا د خپلمنځي ستونزو او سولي بهیر کې د نظرونو په اړه ناسته تر سره کړه.

بلخوا اسلامي جمعیت تاییدوي چې صلاح الدین رباني، عطا محمد نور، محمد یونس قانوني او احمد ضیا مسعود په لومړي ځل د دغه ګوند د بل غړي زلمي مجددي په کور کې د تړلو دروازو تر شاه خبرې کړې دي.
 
دوی وايي د اسلامي جمعیت ګوند لوړپوړو غړو د ګنګري د جوړولو او د سولې بهیر کې د دي ګوند د رول پر څرنګوالي له یو بل سره سلا مشورې کړې دي.
 
د دې ګوند غړي وايي که جمیعت د خپلمنځي ستونزو پر هواري بریالي نه شي، د هېواد په سیاسي بدلونونو کې به د رول له لوبولو څخه به بې برخې شي.
 
خو د اسلامي جمعیت ویاند عبدالفتاح احمدزی بیا داسي وايي:«دغه غونډه د اسلامي جمعیت په خپلمنځي ستونزو پورې هېڅ اړه نه لري، یوازې د ښه نیت او د خلکو د ګټو او د سولې په پار د مسکو او ترکیې غونډو د لیدلوري توحید لپاره، د اسلامي جمعیت د رییس صلاح الدین رباني په نوښت جوړه شوې وه.»

د اسلامي جمعیت د سرپرست صلاح الدین رباني او د دغه ګوند د اجراییه رییس عطامحمد نور تر منځ اختلافونه اته میاشتې وړاندې زیات شول. اوس مهال  چې د سولې په تړاو بحثونه زیات شوي دي، د جمعیت غړي هڅه کوي چې خپل اختلافونه حل کړي. دا ګوند د خپلې کنګرې د جوړېدو خبر ورکوي.
 
د اسلامي جمعیت غړی رحمت الله بیژن پور وویل:«د تېرې شپې او درې نورې غونډې تر ډېره د جمعیت د خپلمنځي اختلافونو پر حل راڅرخېده، د ستونزو حل اوس هم د سیمې په سیاسي حل پورې اړه لري. که چېرې جمعیت د مسایلو د حل تګلاره ونه شي ښودلای، په سترو تحولاتو کې له سیاسي ګډونه ځان بې برخې کوي.»

د جمعیت د مشرتابه شورا غړی وایي چې د سولې د هوکړه لیک د هغې مسودې په تړاو به خپل نظر اعلان کړې چې زلمي خلیل زاد وړاندې کړې ده.

د اسلامي جمعیت د مشرتابه شورا غړی واقف حکیمي څرګنده کړه:«په اسلامي جمعیت کې د لیدلوریو د نږدې کولو لپاره په بېلابېلو کچو کې سلامشورې روانې دي او تل شتون لرلی دی په ځانګړې توګه د سولې په هکله دې اتفاق ته رسېدلي دي چې باید موږ یو او واحد لیدلوری ولرو.»

تر هغې وروسته چې د اسلامي جمعیت مشر برهان الدین رباني د ۱۳۹۰ لمریز کال په وږي میاشت کې په کابل کې ووژل شو. 
صلاح الدین رباني د دغه ګوند د کنګرې د جوړېدو او د هغه د ځای ناستې د ټاکل کېدو تر وخته د اسلامي جمعیت سرپرست وټاکل شو.

د اسلامي جمعیت ګوند لوړپوړو غړو د ګنګري د جوړولو او د سولې بهیر کې د دي ګوند د رول پر څرنګوالي له یو بل سره سلا مشورې کړې دي.

شریک یي کړئ