Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اسلامي امارت څه دی؟

په افغانستان کې د طالبانو پنځه کلن امارت څنګه و؟ مشر یې څه ډول ټاکل کېده ،او خلک د اسلامي امارت د مشر په ټاکلو څه رول لري؟

تر هغه وروسته چې افغانستان د  ډاکټر نجیب الله د حکومت له ړنګېدو  وروسته په کورنیو  جګړو کې ښکېل شو؛ د ملا محمد عمر په مشرۍ په کندهار کې د اسلامي امارت بنسټ کېښودل شو. دې ډلې ډېر ژر د هېواد پراخې سیمې لاندې کړې او پنځه کاله یې د واک واګي په لاس کې لرل.

څېړونکي وایي چې د طالبانو اسلامي امارت تر ټولو ډېر متمرکز حکومتي جوړښت و، او په دغه جوړښت کې ټول واک د امیرالمومنین په لاس کې و، د اهل حل و عقد شورا چې د هغې دورې یو شمېر دیني عالمان په کې شامل وو، ملا محمد عمر په افغانستان کې د طالبانو رژیم د امیرالمومنین په توګه وټاکه.

د سیاسي چارو کارپوه صابر اعظم وویل:«هغه مهال چې په واک کې وو او هغه وخت چې له واکه لېرې شول له وژلو پرته، د بشر حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو د له منځه وړلو پرته نور کوم لاسته راوړنه نه لرله.»
 
طالبانو د خپل حکومت په دوره کې د وزیرانو شورا او اعلا شورا لرله؛ خو دغو دوو شورا ګانو یوازې د مشورې ورکولو رول درلود او وروستۍ پرېکړه امیرالمومین کوله.

د طالبانو په اسلامي امارت کې د اسلامي حکومت په ټولې جغرافیې کې د کسانو ګومارل او لېرې کېدل د امرالمومنین په امر ترسره کېدل او له امیر سره له بیعت وروسته د هغه اطاعت اجباري و او په دې چاره کې د هېوادوالو د رضایت او نارضیت لپاره ځای نه و.

پخوانی طالب چارواکی اکبر آغا وايي:«هغه موردونه چې ستر وو، لکه ولایت، وزارت او معینیت، له امیر المومنین سره مشوره کېدله.»

خو اوس مهال چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ ۲۰ کاله تېرېږي او اوسنی افغان حکومت له دې ډلې سره د سولې په هڅه کې دی؛ طالبان د افغانستان اسلامي جمهوریت له استازو سره په خپلو بحثونو کې په افغانستان کې د اسلامي نظام پر جوړېدو ټینګار کوي او د دغه نظام تعریف ورسره نشته.

د طالبانو په دوره کې د امر بالمعروف ونهي عن المنکر وزارت سرپرست مولوي قلم الدین څرګندوي:«یو سم، منظم او قانوني نظام او حکومت، نه و رامنځته شوی. لا هم جګړې روانې وې او د جګړې په لیکو کې داسې کسان وو چې ډېر ژمن نه وو.» 

الهه ساحل چې په افغانستان کې د طالبانو د پنځه کلنې دورې پر مهال ۱۵ کلنه وه او هغه مهال یې په پټو ښوونځيو کې لومړنۍ زده کړې وکړې او  د نورو ماشومانو لپاره ښوونکې شوه.

هغه چې اوس مهال عکاسه ده، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د خپل ځان او نورو ماشومانو ښه خاطره نه لري.

هغه وايي:«زه له خپل ټول وجود سره حس کوم چې څومره تریخوالی و، څومره اندېښنې وې او زده کړې ته څومره لېوالتیا وه.»

طالبانو له اسلام نه په خپلو ځانګړو انګېرونو سره سخت احکام پلې کړل او د هغوی په واکمنۍ کې  د بیان آزادي نه وه.

شریک یي کړئ