د احصايي او معلوماتو ملي اداره د یو شمیر سیاسي جریانونو نیوکو ته په غبرګون کې وايي که چېرې حکومت په رسمي ډول په برېښنایي پېژندپاڼو کې د قومونو د نومونو شاملولو په تړاو د بیا کتنې امر ور کړي، دوی به دا حکم پلی کړي.
دغه بنسټ زیاتوي چې په برېښنايي پېژندپاڼو کې د شاملولو لپاره د قومونو چمتو شوی نوملړ د قبایلو چارو وزارت له لوري جوړ شوی دی.
د ملي احصایې او معلوماتو ادارې ویانده رویینا شهابي وايي:«موږ واک درلود چې د دغو قومونو نومونه د برېښنايي پېژندپاڼو نوملړ ته ورزیات کړو خو دا د ټوټه کولو او یا د اقوامو د رامنځته کولو په معنا نه ده.»
هغه زیاتوي:«که چېرې د پښتونو کوچني قومونه مراجعه وکړي رسمي استازي یې مراجعه وکړي او رسمي غوښتنه شتون ولري او قومي تثبیت وشي البته چې احصایه هېڅ ډول ملاحظه نه لري.»
خو د اعتراضونو په لړ کې مارشال عبدالرشید دوستم هم دا طرحه د هېواد د ملي ګټو پر خلاف او په هېواد کې یوځل بیا قومي تمامیت غوښتنه بللې او بدو پایلو په تړاو یې خبرداری ورکړی دی.
د مارشال عبدالرشید دوستم ویاند احسان نیرو وايي:«غواړي چې څرګنده کړي چې دغه قومونه په افغانستان کې له ډېر نفوذ څخه برخمن نه دي نور له همدې امله دغه اندېښنې ورځ تر بلې زیاتېږي.»
د یو شمېر سیاستوالو په باور دغې طرحې د هېواد تاجیک؛ هزاره او اوزبیک قومونه په نورو څانګو وېشلي دي.
د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل څرګندوي:«په هغه وضعیت کې چې موږ ملي اجماع ته اړتیا لرو چې له جمهوریته دفاع وکړو او موږ راځو په خپله له پوهاوې سره یا ناپوهئ سره د جمهوریت ستنې په بېلابېلو ډولونو لړزوو.»
یو شمېر هېوادوال دغه کار د حکومت له لوري قومي اختلافونو ته د لمن وهلو یوه پلان شوې طرحه ګڼي .
ولسمشرۍ ماڼۍ په دې تړاو خبرو ته حاضره نه شوه ؛ خو د احصایې ملي اداره دا طرحه د هغو خلکو غوښتنه بولي چې په دغو قومونو پورې اړوند نه دي.