Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هېواد د راتلوونکي نظام په هکله د ګوندونو لیدلوری

د احمتالي انتقالي یا ګډوني حکومت د رامنځته کېدو په هکله د اسلامي جمعیت او حزب اسلامي لیدلوري کوم دي؟

دغه دوه ګوندونه په اوسني وضعیت کې د لویې جرګې او ټاکنو ترسراوی ناشونی ګڼي او له همدې امله د واک د لېږ لپاره د بڼ غونډې په څېر غونډه مناسب غوراوی ګڼي.

که څه هم د سولې د هوکړه لیک په مسوده کې چې د امریکا له لوري له افغان سیاستوالو سره شریکه شوې ده؛د انتقالي حکومت یادونه شوې ده . خو د اساسي قانون د یو شپېتمې مادې له مخې په هېواد کې د واک د لېږد یوازنۍ لار ټاکنې دي .
 
د حقوقپوهانو د ټولنې مرستیال سبحان مصباح وايي:«له ټاکنو پرته انتقالي حکومت ته د واک او مشروعیت د لېږد لپاره بل هېڅ غوراوی نشته.»

خو اسلامي جمعیت او حزب اسلامي وایي چې اړتیا ده څو ژر تر ژره له طالبانو سره د سولې یوه هوکړه وشي او له همدې امله په لنډ وخت کې د ټاکنو ترسره کېدل شونې نه دي. 

د اسلامي جمعیت غړی واقف حکیمي وايي:«د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې کولای شو چې د ملي اجماع پر بنسټ یو سوله ییز مشروعیت مطرحه کړو که چېرې دغه اجماع په مذاکراتو کې رامنځته شي پایله یې سوله وي.»

 د حزب اسلامي د مشرتابه غړی عبدالستار خواصي هم څرګندوي:«که چېرې ووایوو چې ټاکنې دې وشي، نو موږ په تمه واوسو چې ټاکنې وشي بلخوا مقابل لوری ټاکنو ته حاضر نه دی، غوره ده له دغو خبرو تېر شو، زه فکر کوم هغه نظام چې د ټولو لپاره د منلو وي او د تاوتریخوالي او وینې تویدنې د کموالي لامل شي تر ټولو غوره نظام دی او باید رامنځته شي.»

سیاستوال وایي چې په اوسني وضعیت کې د لویې جرګې د جوړېدل هم امکان نه لري او له همدې امله د بن غونډې ته د ورته یوې غونډې جوړېدل د واګ د لېږد لپاره مناسب غوراوی دی.  

تمه کیږي چې د اپرېل میاشتې په لومړیو کې د افغانستان په جګړه کې د ښکلو لورو د استازو او د افغانستان په کړکیچ کې د ښکېلو هېوادونو د استازو په ګډون په ترکیه کې د ملګرو ملتونو په کوربتوب یوه  لویه غونډه جوړه شي.

په استانبول غونډه کې یو شمېر ګډونکوونکي سیاستوال وایي چې په دې غونډه کې به د افغانستان د راتلونکي په تړاو برخلیک ټاکونکې پرېکړې وشي .

​​​​​​​ په استانبول غونډه کې یو شمېر ګډونکوونکي سیاستوال وایي چې په دې غونډه کې به د افغانستان د راتلونکي په تړاو برخلیک ټاکونکې پرېکړې وشي .

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه