Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کابل پرونۍ چاودنه کې څلور مېرمنو او یوه ماشوم ژوند بایللی

د کابل ښار د دویمي امنیتي حوزې په اړوند ده د باغ سیمې پرونۍ چاودنه کې چې یو کاسټر موټر په نښه شوی و، څلورو ښځو او یوه درې کلن ماشوم ژوند بایللی دی.

شکریه شمس او نرګس کوهستانۍ د افغان پوست، عزیزه ملکزاده د اطلاعاتو او کلتور وزارت او خاطرې مایل هم د پوهنې وزارت کارکوونکې وې.
 
خاطره مایل له خپل درې کلن زوی عرش مایل سره په دې برید کې وژل شوې، نوموړې امیندواره وه او ویل کېده چې ډېر ژر به خپل نوی ماشوم نړۍ ته راوړي.
 
د قربانیانو کورنۍ د حکومت پر عادي کارکوونکو دغه ډول بریدونه د شرم وړ ګڼي ،او وايي امنیتي ادارې د خلکو د ساتنې په برخه کې ناتوانه دي. 

خاطره مایل ۲۷ کلنه وه چې له خپل درې کلن زوی سره یو ځای ووژل شوه. 

د خاطرې کورنۍ وایي چې هغه نهه میاشتې امیندواره وه او له اتو کلونو راهیسې یې په پوهنې وزارت کې کار کاوه.
                   
د خاطرې مایل مور روهینا وايي:«هغو کسانو چي دا کار کړی دی؛ زړه یې زما د زړه په څېر داغداره شي، کور یې وران شي او اولاد یې ومري.»
                
د خاطرې مایل خپلوانه بهشته هم څرګندوي:«موږ او زموږ خلکو ته دې رسېدنه وشي تر کله به خلک خپل عزیزان له لاسه ورکړي.»     
عزیره ملک زاده پر کاسټر موټر د چاودنې بله قرباني ده، دغې ۵۳ کلنې مېرمنې په اطلاعاتو او کلتور وزارت کې کار کاوه. خپلوان یې وایي چې هغې یوازې دوې خویندې لرلې او مور یې کلونه وړاندې مړه شوې وه.
 
د عزیزې ملکزاده ګاونډۍ نوریه زیوري وايي:«په ډېرې بې رحمۍ سره په نښه شوي دي، هغه ښځه وه چې په خپله یې کار کاوه او د خپلې کورنۍ ګټیالۍ وه. ورور یې نه درلود درې خویندې وې.»

د عزیزې ملکزاده ګاونډي عنایت الله قریشي هم وویل:«او ناځوانه لږ وجدان ولرئ دا د نرې کار نه دی. دا په بې ګناه او بې دفاع خلک باندې نامردانه برید دی.»

د طلوع نیوز د موندنو له مخې په تېرو ۱۵ ورځو کې په هېواد کې په امنیت ضد پېښو او د طالبانو په بریدونو کې ۳۴۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په وژل شویو کسانو کې ۸۷ پوځيان، ۴۲ ملکیان، ۱۱دولتي کارکوونکي او د ټپیانو په ډله کې ۷۴ پوځیان، یو ۱۱۴ مُلکیان او ۱۴ دولتي کارکوونکي شامل دي.
  
د طلوع نیوز شمېرې ښيي چې د مارچ میاشتې د لومړیو ۱۵ ورځو مرګ ژوبله نږدې د فبروري میاشتې د ۲۸ ورځو د مرګ ژوبلې دوه برابره ده. خلک اندېښمن دي چې که د سولې بهیر ژر پایلې ته ونه رسېږي. وضعیت به تر دې هم پسې خراب شي.

شریک یي کړئ