Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولسمشرغني: له ټاکنو پرته واک بل چا ته نه سپاري

ولسمشر محمد اشرف غني د مسکو غونډې د ترسراوي په درشل کې نن سې شنبې(د کب په ۲۶مه) وايي چې له ټاکنو پرته به واک بل چاته ونه سپاري. ښاغلي غني د «د افغانستان د بهرني سیاست لومړیتوبونو او ډيپلوماسۍ دستګاه د اصلاح» په نامه سیمینار کې چې بهرنیو چارو وزارت کې جوړه شوې وه، وویل که چېرې طالبان سبا هم ټاکنو ته حاضر وي، افغان دولت د ټاکنو د ترسراوي لپاره چمتووالی لري. ولسمشر غني وویل:«که چېرې طالبان همدا سبا ټاکنو ته حاضر وي، موږ چمتو یوو، خو له ټاکنو پرته خپل ځای ناستي د واک لېږد ته حاضر نه یم. ۴۲ کال جګړه بسنه کوي او موږ هم د نړۍ د ټولو ملتونو په توګه د ژوند کولو حق لرو.» ورته مهال، د ملي روغې جوړې عالي شورا د دې پخلی کوي چې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د افغانستان اسلامي جمهوریت یو ۱۶ کسیزه جنګپوړی به د مسکو په غونډه کې د ګډون لپاره روسیې ته ولاړ شي. بلخوا د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې د افغانستان د سولې د ټينګښت په درشل کې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو له هڅو هرکلی کوي او د دغو هڅو او همکاریو پر دوام ټينګار کوي. خبرپاڼه کې راغلي دي:«د بهرنیو چارو وزارت اعتراف کوي چې په روسیې او د ترکیې په جمهوریت کې د افغانستان د سولې مذاکراتو ترسراوی د قطر بهیر دوام او بشپړونه به وي، نه د هغه بدیل.» په خبرپانه کې همدارنګه کاږل شوي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوی په قطر کې د طالبانو له مرکچي پلاوي سره د مذاکرې په حال کې دی او دغه مذاکرات په نږدې راتلوونکو کې به دوام پیدا کړي. ورته مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم ټينګار کوي چې ټاکل شوې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د مسکو په غونډه کې چې ټاکل شوې د دغې اوونۍ په پای کې ګډون وکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پراېس وايي لکه څرنګه چې انټوني بلنکېن ویلي، ښاغلی خلیلزاد په سیمه او د امریکا نړیوال شریکان ښکېل دي چې سیاسي هوکړې ته چټکتیا ورکړي.

بلخوا د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې د افغانستان د سولې د ټينګښت په درشل کې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو له هڅو هرکلی کوي او د دغو هڅو او همکاریو پر دوام ټينګار کوي.

Thumbnail

ولسمشر محمد اشرف غني د مسکو غونډې د ترسراوي په درشل کې نن سې شنبې(د کب په ۲۶مه) وايي چې له ټاکنو پرته به واک بل چاته ونه سپاري. ښاغلي غني د «د افغانستان د بهرني سیاست لومړیتوبونو او ډيپلوماسۍ دستګاه د اصلاح» په نامه سیمینار کې چې بهرنیو چارو وزارت کې جوړه شوې وه، وویل که چېرې طالبان سبا هم ټاکنو ته حاضر وي، افغان دولت د ټاکنو د ترسراوي لپاره چمتووالی لري. ولسمشر غني وویل:«که چېرې طالبان همدا سبا ټاکنو ته حاضر وي، موږ چمتو یوو، خو له ټاکنو پرته خپل ځای ناستي د واک لېږد ته حاضر نه یم. ۴۲ کال جګړه بسنه کوي او موږ هم د نړۍ د ټولو ملتونو په توګه د ژوند کولو حق لرو.» ورته مهال، د ملي روغې جوړې عالي شورا د دې پخلی کوي چې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د افغانستان اسلامي جمهوریت یو ۱۶ کسیزه جنګپوړی به د مسکو په غونډه کې د ګډون لپاره روسیې ته ولاړ شي. بلخوا د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې د افغانستان د سولې د ټينګښت په درشل کې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو له هڅو هرکلی کوي او د دغو هڅو او همکاریو پر دوام ټينګار کوي. خبرپاڼه کې راغلي دي:«د بهرنیو چارو وزارت اعتراف کوي چې په روسیې او د ترکیې په جمهوریت کې د افغانستان د سولې مذاکراتو ترسراوی د قطر بهیر دوام او بشپړونه به وي، نه د هغه بدیل.» په خبرپانه کې همدارنګه کاږل شوي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوی په قطر کې د طالبانو له مرکچي پلاوي سره د مذاکرې په حال کې دی او دغه مذاکرات په نږدې راتلوونکو کې به دوام پیدا کړي. ورته مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم ټينګار کوي چې ټاکل شوې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د مسکو په غونډه کې چې ټاکل شوې د دغې اوونۍ په پای کې ګډون وکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پراېس وايي لکه څرنګه چې انټوني بلنکېن ویلي، ښاغلی خلیلزاد په سیمه او د امریکا نړیوال شریکان ښکېل دي چې سیاسي هوکړې ته چټکتیا ورکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه