د ملي مصالحې د عالي شورا د مشر، عبدالله عبدالله په مشرۍ ۱۲ کسییز افغان پلاوی مسکو ناسته کې د ګډون په موخه روسیې ته ولاړ.
ټاکل شوې د مسکو یوه ورځنۍ ناسته سبا پنجشنبې(د کب په ۲۸مه نېټه) ترسره شي.
ښاغلي عبدالله په خپلې ټویټر پاڼې لیکلي دي چې دوی له روسیې او طالبانو سره د نظرتبادلې بریالۍ ناستې پسې دي، ځکه د هغه په وینا د مسکو ناسته دوحه کې د افغانانو ترمنځ د سولې ناستې پياوړې کولو او هېواد کې د تاوتریخوالي پایته رسولو لپاره ترسره کیږي.
د هغه په وینا چې دوی سخت باور لري دا چې د مسکو ناسته به دوحه :ې د سولې مذاکرات او ترکیه کې ناسته پیاوړې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د هېواد د بهرنیو چارو وزارت افغانستان کې د سولې د تامین لپاره د ګاونډیو او سیمې هېوادونو د ریښتینې هڅو او ملاتړ درناوی او د دې هڅو او همکاریو پر اهمیت او دوام ټینګار کړی و.
خبرپاڼه کې راغلي و:«بهرنیو چارو وزارت ټينګار کوي چې په فدراتېفي روسیې او ترکیې جمهوریت کې د افغانستان د سولې خبرو اترو ترسره کیدل، د قطر پروسې بديل نه بلکې د هغه بهیر تکمیلونکې او ادامه ده.»
د بهرنیو چارو وزارت همداراز ویلي و د افغانستان اسلامي جمهوري دولت مذاکراتي پلاوی په قطر کې د طالبانو له پلاوي سره خبرې کوي او دغه خبرې به په راتلونکي کې هم دوام ولري.
افغانستان د سولې د تامین لپاره د قطر حکومت د مخلصانه هڅو، په ځانګړي توګه د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو د پلاوو ترمنځ د سولې خبرو کوربه توب څخه قدرداني کوي او هیله لري چې دغه ګډې هڅې به موږ مطلوبو پایلو ته ورسوي.
بل خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مسکو په غونډه کې د زلمي خلیل زاد د ګډون خبره کوي او ټینګار کړی چې دا غونډه به د افغان سولې د ملاتړ په چاره کې د ټولو نړۍوالو هڅو بشپړوونکې وي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیاله، جولینا پورټر زیاتوي:«د سولې د دغه مهم بهیر د هڅولو لپاره زموږ د هڅو د یوې برخې په توګه، سفیر زلمی خلیل زاد هوډ لري چې په مسکو غونډه کې ګډون وکړي.»
هغې زیاته کړې:«دا غونډه له افغان سولې بهیر نه د ملاتړ لپاره ټولې نړۍوالې هڅې بشپړوي او دغه راز ددغو پرمختګونو په تړاو د نړۍوالې ټولنې اندېښنې منعکسوي.»