Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

راپور: بایډن افغانستان کې د خپلو ځواکونو پاتې کېدې څېړي

د ام ریکا ان بي سي رسنۍ وايي چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، جو بایډن د دوحې هوکړې له مخې د ورکړل شوي مهلت څخه شپږ میاشتې وروسته، افغانستان کې د امریکايي سرتېرو پاتې کېدل څېړي.

د امریکا ان بي سي نیوز ټلویزیون د دوو سرچینو له خولې وایي چې د امریکا له لوري د دوحې د هوکړه لیک د څېړلو په لړ کې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، جوبایډن په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د حضور له دوام سره مخالفت کړی دی.

د راپور له مخې پنټاکون جو بایډن ته وړاندیز کړی چې افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پاتې کېدل د دوحې هوکړې له مخې د ټاکل شوې مې وروسته شپږ میاشتې او یا تر نامالومې مودې وغځوي.

په همدې حال کې پنټاګون هغه ته دوه وړاندیزونه کړي دي چې د مې میاشتې پر لومړۍ او یا هغې ته په نږدې نېټه کې د امریکایي ځواکونو وتل او د نامحدودې مودې او یا د مشخصې مودې لپاره چې د بایډن له لوري وټاکل شي په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو پاتې کېدل دي.

پنټاګون ویلي دي چې طالبانو د دوحې هوکړه لیک ته ژمن نه دي پاتې شوي او که له افغانستانه ټول امریکایي ځواکونه په بیړه ووځي؛ دا تضمین نشته چې څه به کیږي.

له همدې امله اوسمهال جوبایډن د روان میلادي کال تر نوامبر میاشتې پورې  په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د حضور امکان څېړي.
 
 د طالبانو د مرکچي پلاوي غړی سهیل شاهین وایي چې که امریکایي ځواکونه په مې میاشت کې له افغانستانه ونوځي ددې ډلې له غبرګون سره به مخ شي.

خو په افغانستان کې د امریکا حضور یوازي کورنی اړخ نه لري، په سیمه کې ځينې هېوادونه هم په افغانستان کې د امریکا له حضوره خوښ نه بریښي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د ترهګرۍ پر وړاندې د امریکا متحده ایالتونو جګړې د سر او مالي خورا ډیر زیانونه لرلي دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ژائو لیجیان ویلي:«‎امریکا د ډموکراسۍ او بشري حقونو تر پوښښ لاندې په نورو هېوادونو کې لاسوهنه کوي. له دوه زرو لومړي میلادي کال راهیسې امریکا د نړۍ په څه باندې اتیاوو هېوادونو کې د ترهګرۍ ضد نومي عملیات ترسره کړي دي چې د درې سوو پنځه دیرش زره ملکیانو په ګډون د څه باندې اته سوه زره تنو د وژل کېدو لامل شوي دي. لسګونه میلیون تنه اړ شوي دي چې خپل کورونه پرېږدی. تر اوسه له افغانستان، سوریې او عراق او ځنیو نورو هېوادونو نه نږدې یو ویشت میلیون تنه بې ځایه شوي دي او سخت ژوند لري.»

د امریکا ولسمشر جوبایډن د چهارشنبه پر ورځ وویل چې د مې میاشتې تر لومړۍ نیټې د بهرنیو ځواکونو وتل څېړي، خو مني چې دا کار به سخت وي او که دا موده وغځول شي زیاته به نه وي. ځینې پوځي امریکانو هم ویلي دي چې د لوژسټيکي ستونزو له امله به د مې میاشتې تر لومړۍ نیټې د امریکایي ځواکونو وتل خورا سخت وي.

د امریکا او طالبانو د هوکړې له مخې امریکايي ځواکونه باید د مې تر لومړۍ نېټې افغانستان پرېږدي

شریک یي کړئ