د هېواد دفاع وزارت وايي د دوی څېړنې ښیې چې میدان وردګو کې د پوځ چورلکه د علي پور وسله والو لخوا ویشتل شوې ده.
یاد وزارت همداراز نن(شنبې د کبل په ۳۰مه نېټه) څرګنده کړې چې"دفاع وزارت په هر قیمت چې وي د دغې ترهګریزې پېښې او د خپلو شیهدانو د وینې غچ اخلي او عاملانو ته به یې سزا ورکړل شي."
په همدې حال کې میدان وردګو کې غیرمسوول وسله وال، علي پور هم منلي چې میدان وردګو کې یې د پوځ چورلکه ویشتلې ده.
په همدې حال کې د فاع وزارت لومړي مرستیال شاه محمود میاخېل ویلي، د بهسودو د پېښې ترسره کوونکو ته به سزا ورکړل شي.
سرچینې وايي چې دوې شپې مخکې څلور چورلکې چې د پوځي ځانګړې ځواکونه په کې سپاره و او د میدان ودرګو بهسود ولسوالۍ ته یې مهمات لېږدول، یوه یې یادې ولسوالۍ کې وویشتل شوه.
دغې چورلکې کې د هوايي ځواکونو څلورو او د پوځ پنځو سرتېرو ژوند بایلود.
په دې اړه مو اندونه