Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

تېرې یوه پېړۍ کې د افغانستان پر بهرني سیاست یوه ځغلنده نظر

په تېره یوه پېړۍ کې د افغانستان بهرنی سیاست له کومو هسکو او ټيټو سره مخ شوی دی؟

د شاه امالله خان له شاهي پېر د محمد اشرف غني تر ولسمشرۍ د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان بهری سیاست څه ډول و؟

د شاه امان الله خان په لاس د افغانستان له خپلواکۍ د محمد اشرف غني د ولسمشرۍ تر دویمې دورې پورې د افغانستان له معاصرې ډېپلوماسۍ نه ۱۰۰ کاله تېرېږي.

تاریخ لیکونکو لیکلي دي چې شاه امان الله خان ایران، مصر، د وخت شوري جمهوریتونو او ځينو اروپایي هېوادونو ته له سفرونو سره د افغانستان د معاصر بهرني سیاست لومړني ګامونه واخیستل؛ خو ډېر وخت لا تېر شوی نه و چې افغانستان په کورنیو اختلافونو، له پاکستان سره د ډیورند کرښې پر سر ناندریو او د امریکا او پخواني شوري ترمنځ سړې جګړه کې ښکېل شو.

افغانستان په دې پړاو کې د واک د ساتنې لپاره د بې پرېتوب سیاست خپل کړ.
 
د پاکستان په چارو کې د افغان دولت ځانګړی استازی محمد عمر داوودزی وايي:«زموږ بهرنی سیاست د امین په دوره کې ډېر ښه و. متوازن و، په سوله ییز ژوند استوار و. د جګړې دوره نه حسابېږي.»

نادرشاه چې د حبیب الله کلکاني له نهه میاشتني حکومت وروسته په ۱۳۰۷ کال کې واک ته ورسېد، هم امان الله خان ته ورته سیاست اعلان کړ او د نادر شاه حکومت له انګلیس او شوري سره نېکې اړیکې لرلې.
 
یو شمېر لیکوالان وایي سره له دې چې ظاهر شاه په خپلې ۴۰ کلنې دورې کې وکړای شول چې په بهرني سیاست کې خپله بې پلوۍ وساتي. خو د هغوی په وینا له ۱۳۳۸ تر ۱۳۴۰ کال پورې د سیمې ځینو ځواکونو د ظاهر شاه حکومت بې پرې نه باله.
ظاهر شاه د خپلې واکمنۍ په وروستۍ لسیزه کې هڅه وکړه چې له روسانو سره د خپلو اړیکو د پراختیا ترڅنګ، له ایران او پاکستان سره هم د کابل اړیکې ښې کړي.
ظاهر شاه د امریکا په ګډون د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته سفرونه وکړل چې افغانستان ته د هغوی پام راواړوي. خو دغو سفرونو افغانستان د نړۍ د دوو سترو قطبونو امریکا او شوروي ترمنځ ودراوه.
 
عامه اړیکو او سټراټېژیکو چارو کې د ولسمشر لوړپوړی سلاکار وحید عمر په دې هکله وویل:«په تېرو سلو کلونو کې د افغانستان بهرنی سیاست سخت کار و. ځينې تعادلات وو چې باید ساتل شوي وای. انډول باید په پام کې نیول شوی وای؛ امریکا راغله، ناټو راغله چین او ایران هم وو.»

تر هغه وروسته د ظاهر شاه د تره زوی محمد داوود د ۱۳۵۲ کال په غوايي میاشت کې د  ظاهر شاه پر پاچاهۍ کودتا وکړه او د افغانستان په بهرني سیاست کې یې ځینې بدلونونه رامنځته کړل.
د داوود خان د جمهوریت د حکومت په پنځو کلونو کې له جرمني، ایټالیا او امریکا سره تړونونه لاسلیک شول او افغانستان په لومړي ځل له ایران، ترکیې او عراق سره په یوه سیمه ییز ایتلاف کې ګډون وکړ.
د داود خان د واکمنۍ د دورې پر مهال د افغانستان او پاکستان اړیکې لا هم ترینګلې وې، ان یو ځل په کابل کې د پاکستان پر سفارت برید وشو، د پاکستان حکومت په ورته اقدام کې په کوټه او پېښور کې د افغانستان کونسلګرۍ وتړلې.
 
په ناروې کې د افغانستان پخوانی سفیره شکریه بارکزۍ وايي:«افغاني پاسپورټ تر دې کچې ارزښت درلود چې هېوادوالو کولای شول له ویزې پرته هېوادونو ته سفر وکړي.»

په ۱۳۶۵کال کې په افغانستان کې د پخواني شورا په ملاتړ د ډیموکراټیک خلق جمهوریت دوره پېل شوه، په دې دوره کې د افغانستان بهرنی سیاست یوه لسیزه په شوري اتحاد پورې تړلی و او د افغانستان پر بهرني سیاست کیڼ اړخ واکمن و.
په افغانستان کې د مجاهدینو په پنځه کلنه دوره کې هم د افغانستان بهرنی سیاست تدوین شوی نه و او د افغانستان بهرنی سیاست په هېواد کې له کورنیو جګړو اغېزمن و او د سیمې یوازې څو هېوادونو لکه هند، د منځنۍ آسیا هېوادونو او ترکیې له افغانستان سره اړیکې لرلې.
د طالبانو د واکمنۍ په پنځه کلنې دوره کې هم درېیو هېوادونو عربي متحده اماراتو، سعودي عربستان او پاکستان اسلامي امارت په رسمیت پېژندلی و.

په ۱۳۸۰ لمریز کال کې د طالبانو د رژیم په ړنګېدو سره له نړۍ سره د افغانستان په اړیکو کې نوی باب پرانستل شو.

د حامد کرزي د جمهوري ریاست د واکمنۍ پر مهال افغانستان له خپل اصلي متحد هېواد امریکا متحده ایالتونو سره له ترینګلتیا ډکې اړیکې لرلې او له دغه هېواد سره له ښو او نږدې اړیکو د سټراټيژیک تړون تر نه لاسلیک کېدو پورې د ترینګلیتا پر لور مخ ته ولاړ.
خو د محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي یووالي حکومت په رامنځته کېدو سره له واشنګټن سره اړیکې پراخې او دوه اړخیز امنیتي تړون لاسلیک شو؛ خو د دوحې د سولې د هوکړې لاسلیک کېدو، له طالبانو سره د خبرو څرنګوالي او د زرګونه طالب بندیانو خوشي کېدو د دواړو لوریو اړیکې یوځل بیا ترېنګلې کړې.

د ځينو کارپوهانو په وینا، د لنډمهالي احتمالي حکومت د جوړېدو موضوع یو ځل بیا د کابل او واشنګټن اړیکې سړې کړې دي.

تاریخ لیکونکو لیکلي دي چې شاه امان الله خان ایران، مصر، د وخت شوري جمهوریتونو او ځينو اروپایي هېوادونو ته له سفرونو سره د افغانستان د معاصر بهرني سیاست لومړني ګامونه واخیستل.

شریک یي کړئ