Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د امریکا دفاع وزیر کابل ته راغلی

د افغانستان د سولې په هکله د استانبول غونډې د جوړېدو په درشل کې، د امریکا دفاع وزیر لویېډ اسټين کابل ته راغلی دی.

هغه له دې مخکې هند ته سفر درلود او له هغه ځایه کابل ته راغلی او پتیل کېږي چې له جګپوړو حکومتي چارواکو سره به وویني.

د ښاغلي اسټين دا سفر په داسې حال کې کېږي چې امریکايي چارواکي وايي چې لا هم د دوحې د هوکړه لیک څېړنه د هغوی له لورې پیل شوې نه ده؛ خو د مۍ په لومړۍ نېټه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په ګډون ټول غوراوي لاهم د مېز پر سر دي.

امریکایۍ رسنۍ په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور د احمتالي غځېدو په هکله هم خبره کوي؛ خو طالبان د دغه کار د ناوړه پایلې په هکله خبرداری ورکوي.

له دې سره هم مهاله، ټاکل شوې ده چې په راتلوونکې زیږدیزې میاشت کې استانبول د افغان سولې په هکله د یوې غونډې کوربه وي.
 
شریک یي کړئ