Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

تېرو ۲۴ ساعتونو کې کابل کې د اوو تنو وژل کېدل

کابل ښار کې له تېرو څلرویشتو ساعتونو څخه په کمه موده کې او په درې جلا امنیتي پېښو کې اوه تنه وژل شوي او درې تنه نور ټپيان شوي دي.

په یوې دغې پېښه کې چې په چهاراسیاب ولسوالۍ کې رامنځه شوې ده د یوې کورنۍ پنځه تنه غړي چې پر موټر یې د سړک غاړې ماین چاودنه شوې وژل شوي دي. 

د دغو پنځو تنو د کورنۍ غړي وايي چې د نوي کال د لمانځنې لپاره د للندر درې ته تلل چې موټر یې په ماین برابر شو.

د کابل پولیس وايي چې د قربانیانو دوه تنه د ولسي پاڅون کوونکو ځواکونه او یو بل تن یې د کانونو وزارت کارکوونکی و.

ورته مهال د کابل په بګرامۍ ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې په یوې بله پېښه کې یو پولیس وژل شوی او دونه تنه نور پټيان شوي دي.

له دې سره جوخت یوه امنیتي سرچینه وايي چې په یوې بلې امنیتي پېښه کې د پغمان ولسوالۍ په اړوند د قرغې بند په سیمه کې د ناپېژانده وسله والو په برید کې یو تن وژل شوی او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.

شریک یي کړئ