Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

صالح:میدان وردګو کې د چورلکې نسکورولو عاملانو ته به سزا ورکړل شي

دولسمشر لومړی مرستیال، امرالله صالح نن(دوشنبې د وري په ۲مه نېټه) د میدان وردګو بهسودو ولسوالۍ کې د پوځ د چورلکې نسکورېدو پېښه کې د امنیتي ځواکونو ژوند بایلل روښانه جنایت بولي او د دغې پېښې د عاملینو پر مجازاتو ټینګار کوي.

ښاغلی صالح د حکومت لخوا د پېښې غچ اخیستو په تړاو د یو شمېر سیاستوالو غبرګونونو ته په اشارې وايي، هغه شپه چې د پوځ چورلکه د علي پور غیرمسوولو وسله والو لخوا ویشتل شوې، په بهسودو کې د هېڅ پوځي عملیاتو پلان نه و او دغې پېښې ته قومي بڼه ورکول "ناسم" کار دی.

 هغه د پوځ چورلکې ویشتل مرموز وبلي.

د ۱۳۹۹ کال د کب په ۲۸مه نېټه د میدان وردګو بهسود ولسوالۍ کې د پوځ یوه چورلکه نسکوره شوه چې د پېښې مسوولیت د علي پور په نامه غیر مسوول وسله وال واخیست.

د چورلکې نسکورېدو پېښه کې د دوو پیلوټانو په ګډون د پوځ د ځانګړو ځواکونو نهو غړو ژوند بایلود او له دې پېښې وروسته حکومت د غچ اخیستو اعلان وکړ.

د شنبې په شپه د هېواد ملي دفاع وزارت اعلان وکړ چې میدان وردګو کې یې د علي پور پر پلویانو برید کړی چې پایله کې یې ض۱۲ تنه وژل شوي دي.

په همدې حال کې میدان وردګ کې د یوې چورلکې د رانسکورېدو په غبرګون کې له قومندان علي پوره د حکومت د غچ اخیستنې ټينګار له غبرګونونو سره مخ شوی دی.

د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد کریم خلیلي وايي، په بهسود کې په شویو هوايي بریدونو کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې او په وینا یې، د هر ډول پارونکې کړنې دوام به ناوړه پایلې ولري.

همداراز د ولسمشر سلاکار محمد محقق هم له حکومته غواړي چې، له زوره د ګټې اخیستنې په برخه کې بېړه ونه کړي.

ورته مهال د ولسي جرګې یو شمېر غړي د علي پور پر وړاندې د حکومت له پوځي اقدام سره مخالف دي او په بهسود ولسوالۍ کې د چورلکې د رانسکورېدو له پېښې وروسته د راپورته شویو اختلافونو پر سوله ییز حل ټینګار کوي.

علي پور چې په قومندان شمشېر هم مشهور دی او اوس د میدان وردګو په بهسود ولسوالۍ کې د ځايي ملیشو قومندان دی، له دې مخکې له رسنیو سره په مرکه کې ویلي دي چې تر دې مخکې د عبدالعلي مزاري په مشرۍ د وحدت ګوند یو قومندان و.

 دی وایي کله چې په ۱۳۸۲ کال کې حکومت د وسله والو کسانو بې وسلې کول پېل کړل، ده هم خپله وسله حکومت ته وسپارله او د کابل - بهسود پر لار یې د مسافر وړونکو موټرو چلول پیل کړل.

د علي پور په وینا، په بهسود ولسوالۍ کې د خلکو پر کورونو د کوچیانو له برید او په ۱۳۹۰ کال کې د طالبانو له لوري د دې ولسوالۍ د خلکو له وژل کېدو وروسته یې په بهسود کې د مقاومت په نامه جبهه جوړه کړه. خو شواهد ښیي چې د قومندان شمشېر فعالیتونه تر غور، دایکندي، غزني، ارزګان، سرپل او بامیانو  پورې هم رسېدلي دي.

صالح وايي بهسودو کې په هغه شپه چې چورلکه ویشتل شوې پوځي عملیاتو پلان نه و او دغې پېښې ته قومي بڼه ورکول "ناسم" کار دی.

شریک یي کړئ