Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دفاع وزارت: څرخ ولسوالۍ د افغان ځواکونو په ولکه کې ده

دفاع وزارت د طالبانو لاسته د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ د مرکز لوېدو په تړاو راپورونه ردوي او وايي سیمه په بشپړه توګه د افغان ځواکونو په لاس کې ده.

یاد وزارت نن(دوشنبې د وري په ۲مه نېټه) زیاتوي چې ولسوالۍ "آب ګرم" سیمه کې یوه ښوونځي ته نږدې وه او د خلکو د غوښتنې له مخې یې "ډبرې" سیمې ته لېږدول شوې ده.

دا په داسې حال کې ده له دې مخکې امنیتي سرچینو ویلي و چې د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ مرکز د طالبانو لاسته لوېدلی دی.

د دغو امنیتي سرچینو په خبره امنیتي ځواکونه له طالبانو سره له نښتې وروسته، تېره شپه له دغې ولسوالۍ وتلي دي.

په همدې حال کې یوه امنیتي سرچینه څرګندوي چې افغان ځواکونو له سیمې تکتیکي شا تګ کړی دی.

په همدې حال کې طالبانو هم ویلي چې د څرخ ولسوالۍ او د امنیه قومندانۍ ودانۍ یې نیولې دي.

مخکې له دې یوې امنیتي سرچینې ویلي و چې امنیتي ځواکونه له طالبانو سره له نښتې وروسته، تېره شپه له څرخ ولسوالۍ وتلي دي

شریک یي کړئ