Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې د تېرې ورځې د چاودنې قربانیان خاورو ته وسپارل شول

د کابل په چهار اسیاب ولسوالۍ کې د یکشنبې ورځې چاودنې پنځه تنه قربانیان د یوې کورنۍ غړي دي.

۳۲ کلن احسان، ۳۰ مجاهد، ۲۸ کلن زبیر، ۱۷ کلن ویس او اوه کلن ماشوم الهام ټول په یوه ځای د کابل په چهاراسیاب ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنه کې وژل شوي دي.

د دغو قربانیانو کورنۍ وايي چې دوی د نوي کال د لمانځلو لپاره د چهاراسیاب ولسوالۍ للندر درې ته تلل چې دا پېښه رامنځته شوه.

هغوی ترهګرې ډلې د ولسي وګړو په عام وژنې او حکومت د خلکو د امنیت په ټينګښت کې په بې پروایۍ تورن وي.

د دوی جنازې دلته د ښار د اوومې ناحیې په دشت پډوله کې خاورو ته سپارل کېږي.
 
د یوه وژل شوي کس پلار زین الدین وايي:«خدای دې ورک کړي، موږ یې موږ یې تباه او برباد کړو.»

د یوه وژل شوي کس ورور عبدالجبار هم وویل:«ټول یې ملکي کسان وو او دوی یې په بې رحمۍ په شهادت ورسول. له دوی یې څه غوښتل، دوی د نوي کال د لمانځلو لپاره تللي وو.»

د دوی له مینځه درې تنه یې د ولسي پاڅونوالو غړي وو او یو تن یې د کانونو وزارت کارکوونکی و. د وژل شویو کسانو خپل خپلوان ترهګرې ډلې د ولسي وګړو په بې رحمانه وژلو تورونوي. خو پر حکومت یې نیوکه دا ده چې د خلکو د امنیت په خوندیتوب کې بې غوري کوي.
                
د وژل کس خپلوان سید احسان الله څرګندوي:«زموږ پر ځوانانو او زموږ پر ماشومانو رحم وکړئ. دغه ماشومان او ځوانان چې نن شهیدان شوي د دوی ګناه څه وه؟»
       
دیني عالم مولوی شمیم سلیم وايي:«د اسلام دښمنان دې پوه شي چې باید له خپلو کړنو لاس په سر شي. نور افغانان مه ژړوئ، نور ښځې مه ګونډې کوئ، اولادونه یې نه یتمان وئ او موږ ټول ستومانه شوي یوو.»

دا د ۱۴۰۰ لمریز کال په لومړۍ ورځ په کابل کې تر ټولو خونړۍ پېښه وه. په دې وروستیو کې د دا وړ پیښو  زیاتیدو خلک ډیر اندیښمن کړي دي. 

د ولسي جرګې غړی ضیا یفتلي هم زیاتوي:«ښکېل لوري وايي چې موږ ګرم نه یوو. خو موږ پوهېږو چې څوک ملامت دي، ګرم هغه څوک دی چې جګړه رامنځته کوي.»

تر اوسه هېڅ یوې ډلې د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی، خو خلک له ښکېلو لورو غواړي چې له وژنو او تاوتریخواليو لاس واخلي او دایمي سولې ته د رسېدو لپاره کار وکړي. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه