Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

'د عطا محمد نور په مشرۍ د جمعیت ګوند کنګره کې شوې ټاکنې تقلبي دي'

د جمعیت اسلامي ګوند د مشرتابه شورا غړی اسماعیل خان د عطا محمد نور په مشرۍ د دغه ګوند په کنګره کې شوې ټاکنې تقلبي بولي.

اسماعل خان په خپله د کنګرې په دغې غونډه کې ګډون درلود خو اوس وايي د ګوند د مشرتابه شورا غړي د سولې په هکله د واحد دریځ د خپلولو په نیت دغې غونډې ته ورغلي وو.
 
اسماعيل خان وايي د صلاح الدين رباني او عطا محمد نور تر منځ په وروستي تاوتريخوالي کې د هېڅ یو ملاتړ نه کوي او د جمیعت ګوند د وېشلو په اړه خبرداری ورکوي.

ښاغلی اسماعیل خان دا څرګندونې د عطامحمد نور په مشرۍ د اسلامي جمعیت د کنګرې له جوړېدو درې ورځې وروسته کوي او د اسلامي جمعیت په کنګره کې شوې ټاکنې ځکه تقلبي ګني چې وایي دغه غونډه د کنګرې په معیار برابره نه وه.
 
د اسلامي جمعیت د مشرتابه شورا غړی اسماعیل خان څرګندوي:«هغې غونډې ته چې تللي وو د غونډې مسیر یې بدل کړ او د کنګرې نوم یې واخیست ما ډېره هڅه وکړه ومې ویل چې په دغو کسانو کې د کنګرې د جوړونکو هېڅ ډول معیار نه لیدل کېږي.»

اسماعیل خان وایي چې د اسلامي جمعیت د غړو تر منځ اختلافونه په ترکیه کې د افغان سولې په جوړېدونکې غونډه کې د هغوی پر ګډون ناوړه اغېز کوي.

هغه زیاتوي:«له هغې غونډې وروسته چې په ترکیه کې به جوړه شي او په هغې کې به د سولې پایله معلومه شي، مجموعاً عاقلانه پرېکړه به وکړو او خدای دې عنایت وکړي ترڅو هغه ګډوډۍ چې رامنځته شوې دي په یوه کلي انسجام سره حل کړو.»

بل خوا د اسلامي جمعیت د انسجام شورا د صلاح الدین رباني او عطامحمد نور ترمنځ د منځګړيتوب لپاره نوی پلاوی ګومارلی دی.
 
د اسلامي جمعیت د انسجام شورا رییس عبدالرحیم وايي:«که چېرې له جوړښتي له امله نه یوځای کېږي لږ تر لږه ګډ دریځ او پلاوي ولري چې له دغه ستر هویت څخه یو غږ پورته شي.»

د عطامحمد نور په مشرۍ اسلامي جمعیت تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو د رباني په مشرۍ د اسلامي جمعیت مشر صلاح الدین رباني ویلي دي چې نه پرېږدي چې د سولې بهیر او استانبول غونډه کې د اسلامي جمعیت غږ چوپ شي.
 
د اسلامي جمعیت سرپرست صلاح الدین رباني:«نه غواړو چې د بن ننګین هوکړه لیک یو ځل بیا زموږ پر خلکو تحمیل شي او د دا ډول وضعیت په هکله باید چوپ پاتې نه شو.»

د اسلامي جمعیت د مشرۍ پر سر د صلاح الدین رباني او عطامحمد نور ترمنځ اختلافونه اته میاشتې وړاندې پېل شول. د کب په اته ویشتمه د عطامحمد نور په مشرۍ اسلامي جمعیت نوموړی د دغه ګوند د مشر په توګه وټاکه؛ خو په دې کنګرې وسله وال برید وشو چې درې تنه په کې ووژل شول او څلور تنه نور ټپیان شول.

د عطا محمد نور په مشرۍ د جمیعت ګوند په دې اړه څه نه وايي، خو د جمعیت اسلامي د انسجام شورا وايي د صلاح الدین رباني او عطا محمد نور تر منځ د پخلاینې هڅه کوي.

شریک یي کړئ