Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

داعش کابل او ننګرهار کې د ۵ چاودنو او دوو هدفي وژنو مسوولیت منلی

داعش ډلې په دوو خپرو شویو نشریو کې په افغانستان کې د څو بریدونو په لړ کې د څه باندې ۳۰ پوځيانو او مُلکیانو د وژلو مسوولیت منلی دی.

په یوې دغې نشریه کې چې د تېر کال د کب له ۲۱ تر ۲۷ نېټې د پنځو چاودنو او دوه موخه ییزو بریدونو په هکله رپوټ ورکړل شوی دی.

افغان حکومت په هېواد کې د داعش حضور نه رد وي، خو وايي چې دغه ټول بریدونه د طالبانو تر چتر لاندې شوي دي.

دغو دوو نشریو  د نړۍ له څو هېوادونو یې د داعش ډلې د بریدونو په هکله رپوټونه خپاره کړي، د هغه په یوې برخه کې په کابل او ننګرهار کې د دغې ډلې بریدونه یې هم ډاګیز کړي دي.

د نشریې په ۲۷۷ یمه ګڼه کې د یوه افسر او یوه نفوذي کس د وژل کېدو کیسه راخیستل شوې ده. دا راز  په ۲۷۸ یمه ګڼه کې یې د پنځو هغو چاودنو رپوټ خپور کړی چې شل ولسي وګړي او دیارلس پوځيان په کې وژل شوي وو.
        
د ننګرهار د ولایتي شورا رییس علي احمد وايي:«دا داعش فعالیتونه دي خو د دې ترشا طالبان دي او د طالبانو تر شا پاکستان دی.»

دا بریدونه په کابل او ننګرهار کې شوي دي. حکومت طالبان د دغو بریدونو مسوول ګڼي.
          
د ننګرهار د ولایتي شوار پخوانی غړی ذبیح الله زمری په دې هکله څرګندوي:«موږ دومره ویلای شو چې پېښې او واقعیات رامنځه کېږي او زموږ خلک مایوسه دي او پرېښانه هم دي په دې لنډ وخت کې ډېرې بدې پېښې هم رامنځته شوې دي چې زموږ د خلکو لپاره د زغملو وړ نه دي.»

د ولسمشر لومړي مرستیال د شپږنیمې بجو د ۱۲۷مې غونډې په رپوټ کې د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د ۸۱ ماینونو د شنډولو یادونه کړې ده. دغه راز یې په دغه یادښت کې په طالبانو پورې د اړوند څو هغو کسانو اعترافونو ته اشاره کړې چې غوښتل یې طالباني هویټ یې پت پاتې شي، خو طالبانو په وار وار دا تورونه رد کړي دي.
  
د ولسمشر د لومړي مرستیال د رسنیو دفتر غړی احمد ضیا ورسجي وايي:«د دې بستر جوړونه طالب کړې د دې زمینه طالب برابره کړې ده، د داعش ډلې به واک کې کسان طالب ډله ورکوي.» 

خو دغه سیاستوال وایي چې په افغانستان کې د داعش ګواښ جدي نه دی او که د دغې ډلې د ترهګریزو بریدونو پړه پر طالبانو واچول شي نو د سولې پر بهیر به منفي اغېزې وکړي.

د افغانستان د ملي پیوستون د نهضت مشر سید اسحاق ګیلاني څرګندوي:«زموږ لپاره هم د تجب ځای دی چې ولې د داعش پر کړنو پرته اچول کېږي او هغه پر طالبانو تړل کېږي.»

افغان حکومت د ۱۳۹۸ کال په لړم میاشت کې په ننګرهار کې د داعش ډلې ماته اعلان کړه، خو لیدل کېږي چې دا ډله لا هم په ننګرهار او کابل کې کله ناکله بریدونه کوي.
 
شریک یي کړئ