Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بلنکېن:له ناټو سره یوځای افغانستان ته راغلي یوو او یو ځای به ووځو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکېن په بروکسل کې یوې مجازي غونډه کې وویل چې د ناټو پوځي اتحاد به ژوندی او بیا ورغوي او همدارنګه له افغانستانه د ناټو ځواکونو د وتلو په هکله د امریکا پروګرامونه به هم شریک کړي.
 
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې ګډون کړی چې د دوحې د هوکړې په هکله د واشنګټن ارزونې لا پای ته نه دي رسېدلي.

د امریکا دغه جګپوړی ډپپلوماټ وایي چې د دغې هوکړې په تړاو به د واشنګټن لومړنی یا ابتدایي نظر د ناټو له متحدانو سره به شریک کړي.
      
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکېن وویل:«موږ په متحده ایالتونو کې لا هم د تړون د ارزولو په حال کې یوو، زه نن دلته د دې لپاره راغلی یم چې خپل لومړني نظرونه په ناټو کې له خپلو متحدانو سره شریک کړم، خو تر ټولو مهمه دا ده زه دلته راغلی یم چې واورم او مشورې وکړم، ځکه دا هغه څه دي چې زموږ متحدان یې ترسره کوي.»

واشنګټن په داسې حال کې د دوحې د هوکړې جاج اخلي چې دلته په افغانستان کې هم سیاستوال او دغه راز طالبان د افغان سولې په هکله د امریکا له لورې د وړاندې شوې طرحې د ارزولو په حال کې دي.
                 
بل پلو د ناټو سرمنشي سرمنشي ینس ستولټنبرګ د افغان سولې خبرې خورا حساسې ګڼي:«دا خبرې حساسې دي، خو مذاکرات په افغانستان کې د پایېدونکي سیاسي حل لارې یوازینۍ لار ده. له همدې امله موږ د متحده ایالتونو او د وزیر بلنکېن له هڅو ملاتړ کوو، ځکه چې دا یوې تلپاتې حل لارې ته د رسېدو یوازینۍ لار ده.»  

له دې سره سره پتېل شوې نه ده چې د ناټو په دغې روانه غونډه کې دې په افغانستان کې د دغه سازمان او امریکایي ځواکونو د حضور د ځنډېدو یا وتلو وروستۍ پرېکړه وشي.
 
د دوحې د هوکړې له مخې امریکایي ځواکونه باید د مۍ میاشتې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه ووځي، خو د امریکا ولسمشر لا وار له مخه دا یو سخت  تصمیم بللی دی. 

بل خوا طالبان وایي چې که امریکايي ځواکونه د مۍ میاشتې تر لومړۍ نېټې له افغانستان نه ونه وځي، نو په غبرګون کې به یې دوی هم خپله پرېکړه وکړي.

شریک یي کړئ