Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سولې په هکله د هند او افغانستان د بهرنیو چارو وزیرانو لیده کاته

د هېواد د بهرنیو چارو وزارت نن سنې شنبې (د وري په ۳مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي دي چې د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر له خپل هندي سیال سوبرامانیم جي شنکر شام سره تېره ورځ په نوي ډيلي کې ولیدل او د افغان سولې بهیر په هکله یې سره بحث او خبرې اترې وکړې.

په خبرپاڼه کې راغلي دي:«دواړو لوریو په مسکو کې د سولې ترویکا غونډه وارزوله او د دغې غونډې وروستۍ اعلامیه یې د سولې بهیر د پیاوړتیا او پرمختګ لپاره مثبته وارزوله. هند د افغانستان د سولې او پراختیا په هکله په سیمه ییزو کنفرانسونو کې له هغې ډلې په تاجیکستان کې د اسیا زده استانبول بهر او ترکیه کې د سولې غونډه کې د ګډون لپاره چمتووالی اعلان کړی او ټينګار یې وکړ چې هند د د سولې له بهیره او د افغانستان د خلکو د دوه لسیزو لاسته راوړنو څخه ملاتړ کوي.»

خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي دي چې ښاغلي اتمر د افغان سولې بهیر کې د هند رول اهمیت لرونګي ګڼلی، د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع د پیاوړتیا او سولې خبرو اترو د بریالیتوب لپاره د دغه هېواد د فعاله ونډې غوښتونکی شو.

د هند د بهرنیو چارو وزیر هم د افغان سولې لپاره د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع د پیاوړتیا د همکارۍ په درشل کې د خپل هېواد له چمتووالي خبر ورکړی دی.

ټاکل شوې ده چې د ترکیې غونډه د ملګرو ملتونو سازمان په مشرۍ د روان زیږدیز کال په اپرېل میاشت کې جوړه شي.

دواړو لوریو همدارنګه د اقتصادي همکاریو او سیمه ییز نښلون له هغې ډلې د افغانستان له لارې له مرکزي اسیا سوېلي اسیا ته د رېل پټلۍ پر پراختیا، د چابهار بندر پر پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ راکړې ورکړې پر زیاتوالي خبرې اترې وکړې او دغه پرژوې یې د اقتصادي همکاریو او سیمه ییز ټيکاو د پياوړتیا په درشل کې اهمیت لرونکې وګڼلې.  

د هېواد د بهرنیو چارو وزارت وايي چې هند د افغان سولې له بهیره او د افغانستان د خلکو د دوه لسیزو لاسته راوړنو ملاتړ کوي.

شریک یي کړئ