Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

'د ترکیې ناستې موخه د افغانستان کړکېچ ته د حل لارې موندل دي'

پاکستان وايي چې د ترکیې ناسته د افغانستان لانجې ته د یوه پرېکنده حل د موندلو لپاره جوړېږي.

په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان وايي دغه ناسته به د بن ناستې ته ورته وي او په دې کې به افغانستان حکومت، طالبان او سیاسي ګوندونه د هېواد پر سیاسي راتلونکي خبرې وکړي.

دغه پاکستانی ډیپلوماټ وايي اسلام آباد له افغان مشرانو سره مرسته کوي، چې سولې ته د رسېدو لپاره د لنډمهاله حکومت په ګډون په ټولو وړاندیزونو خبرې وکړي او جوړ جاړي ته ورسېږي. 

په کابل کې د پاکستان سفیر د پاکستان د «ملي ورځې» د لمانځغونډې د مراسمو په څنډه کې طلوع نیوز ته د افغانستان د سولې په هکله په ترکیه کې پر کېدونکې غوڼده غږېږي. منظور احمدخان وایي په دغه غونډه کې به افغانان په خپلو کې د هېواد د راتلونکي سیاسي لار نقشې پر څرنګوالي وغږېږي.
         
په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان وايي:«د سولې بهیر له شاوخوا دوو کلونو راهیسې دوام لري چې په نتیجه کې یې د امریکا او طالبانو ترمنځ یوه موافقه لاسلیک شوه. د هغې له مخې تېر کال په دوحه کې د افغانانو خپلمنځي مذاکرات هم پیل شول. اوس په پام کې ده چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت یوې سیاسي حل لارې ته د رسېدو او په افغانستان کې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره د بن غونډې ته ورته یوه نړیواله غونډه جوړه شي. پوهېږو چې دا غونډه به د ملګرو ملتونو په کوربتوب وشي.»

منصور احمد خان په افغانستان کې د راتلونکي حکومت په اړه زما د پوښتنې په ځواب کې وایي پاکستان له افغان مشرانو سره مرسته کوي چې په خپلو کې د لنډمهالي حکومت په ګډون د سولې د بهیر په ټولو اړخونو موافقې ته ورسېږي.

هغه زیاتوي:«غواړم زموږ پر دریځ ټینګار وکړم، که دا د موقت حکومت خبره وي او یا د افغانستان د راتلونکي سیاسي لار نقشې خبره وي، افغانان باید پرې په خپلو کې سلا شي. موږ ته مهمه دا ده چې له دغه بهیره ملاتړ ته دوام ورکړو او له افغان مشرانو سره مرسته وکړو چې د لنډمهالي حکومت په ګډون د سولې په رابطه په ټولو مسایلو موافقې ته ورسېږي.»

بل خوا د روسیې او چین د بهرنیو چارو وزیرانو په بیجینګ کې له یو بل سره د لیدو پر مهال ویلي په کار ده چې د افغانستان په سوله کې په خپله د افغانانو د رهبرۍ او مالکیت اصل په سمه توګه تمثیل شي؛ او تر شا یې د سولې، پخلاینې او بیارغاونې بهیر چټک شي.
 
د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند په دې هکله څرګنده کړه:«لکه څرنګه چې د پاکستان رول د افغان سولې په بهیر کې مهمه ده په جګړه کې هم مهمه ده، پاکستان به هڅه وکړي د افغانستان د سولې بهیر کې هم دوه ګونۍ چلند وکړي او منافقت ته دوام ورکړي او سوله په خپله ګټه کړي، دا افغانانو ته راګرځي چې هغوی څه ډول له دغې موکې د خپلو ملي ګټو لپاره استفاده وکړي.»

بل خوا د سولې د هڅو له پراخېدو سره همهاله، د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې هم په زیاتېدو دي. په دې لړ کې طالبانو د یوې تازه ویډیو له لارې د خپلو جنګیالیو په لاس د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ د مرکز په ګډون د څو پوستو د نیولو خبره کړې ده.
    
پر لوګر سربېره په نږدې شلو نورو ولایتونو کې هم د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتو خبرونه خپاره شوي دي.

په کابل کې د پاکستان سفیر د پاکستان د «ملي ورځې» د لمانځغونډې د مراسمو په څنډه کې طلوع نیوز ته د افغانستان د سولې په هکله په ترکیه کې پر کېدونکې غوڼده غږېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه