Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کندهار کې موټر بم چاودنې د یوه ستر پله ځینې برخې ویجاړې کړي دي

د کندهار امنیه قومندان جمال بارکزي نن چهارشنبې (د وري په ۴مه) وویل چې طالبانو د دغه ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې پر یو ستر پله له چاودېدونکو توکو ډک موټر ته چاودنه ورکړې ده. چې په پایله کې یې د دغه پله ځينې برخې ویجاړې شوې دي.

هغه زیاتوي چې دغه پېښه نن له غرمې وروسته د یوې بجو په شاوخوا کې د ارغنداب ولسوالۍ د سرکاري باغ په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې پر دغه پله له چاودېدونکو توکو ډک «مازدا» ډوله موټر ته چاودنه ورکړل شوه.

ښاغلي بارکزي زیاته کړه چې په دغې پېښه کې چا ته زیان نه دی رسېدلی.

یوه سرچینه واي چې دغه پل د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جګړې لومړۍ کرښه وه. 

بلخوا طالبانو تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

د کندهار ولایت ارغنداب، ژیرۍ، ډنډ او پنجوايي ولسوالۍ په څو وروستیو میاشتو کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتو شاهدې دي.

د دغه ولایت د کډوالو او راستېدونکو چارو ریاست د رپوټ پر بنسټ په دغه ولایت کې د جګړو له امله ۱۱ زره کورنۍ بې ځایه شوې دي.

ورته مهال ملي دفاع وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي دي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دغه ولایت په ارغنداب او پنجوايي ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو په هوايي عملیاتو کې ۱۹ طالبان وژل شوي دي.

شریک یي کړئ