Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

'په۲۰ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته روانه ده'

د ځانګړو عملیاتو د قول اردو قوماندان هیبت الله علیزی وایي، امنیتي ځواکونه اوس مهال په ۲۰ ولایتونو طالبانو سره په جګړه دي، چې له دې منځه په شپږو ولایتونو کې سخته جګړه ده.

نوموړی زیاتوي، د نورو ولایتونو پر تله په کندز، کندهار، هلمند، فاریاب او میدان وردګ کې جګړه تنده ده.

ښاغلي علي زي په دې اړه وویل:«دوه درې میاشتې مخکې موږ د کندهار له ښاره اندېښنه لرله چې الحمدالله اوس دغه اندېښنې له منځه تللې دي. تاسې د ارغنداب عملیاتو شاهد یاست چې کابو دوه میاشتې کېږي چې پیل شوي دي، د دې سربېره چې ډېر ماینونه هم وو.»

بل لوري، له کابله لوګر ته یو پلاوی تللی، چې معلومه کړي، د دغه ولایت څرخ ولسوالي د طالبانو په کنټرول کې ده، که نه؟ له دې ټولو سره، د هلمند، زابل، جوزجان، بادغېس او بدخشان ولایتونو کې ځینې ولسوالۍ، د طالبانو په ولکه کې دي، خو امنیتي بنسټونه د دغو ولسوالو د بېرته کنټرولولو کوم پروګرام نه لري.

سره له دې چې، طالبان په یوه ویډیو کې د خپلو وسله والو په لاس  د لوګر د څرخ ولسوالۍ د سقوط خبر ورکوي؛ خو امنیتي مسوولین  وايي چې د امکاناتو د نشتوالي له امله د څرخ ولسوالۍ مرکز یوه بل ځای ته لیږدول شوی دی.

د لوګر ولایتي شورا غړی مطیع الله سرور وايي:«پلمه کوي چې ښوونځی دی او یا هم هلته جومات و او موږ په جومات او ښوونځي کې مېشت وو. ایا د شلو کلونو په لړ کې هلته ښوونځی نه و؟ جومات نه و؟»

د طالبانو له لوري په خپرې شوې ویډیو کې داسې ښکاري چې، د څرخ ولسوالۍ ودانۍ د جګړې له امله زیانمنه شوې ده.

لوګر ولایت شپږ ولسوالۍ لري. محمد آغه، خوشي او ازره له نسبي امنو ولسوالیو دي؛ خو ولسي سرچینې بیا وايي، په خروار، بره کي برک او څرخ ولسوالیو کې د دولت حاکمیت یوازې د ولسوالیو پر ودانیو رامحدود دی.

د هلمند، زابل، جوزجان، بادغېس او بدخشان ولایتونو کې ځینې ولسوالۍ، د طالبانو په ولکه کې دي، خو امنیتي بنسټونه د دغو ولسوالو د بېرته کنټرولولو کوم پروګرام نه لري.

شریک یي کړئ