Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکايي قانون‌پوه: افغانستان کې به د ترهګرۍ ضد ځواکونه پاتې شي

د امریکا متحده ایالاتو د ولسي جرګې غړی، ادم سمیټ وايي د دغه هېواد ولسمشر، جو بایډن له مې میاشتې وروسته په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد جګړې لپاره د سرتېرو ساتلو په هڅه کې دی.

نوموړي زیاته کړې چې بایډن له طالبانو سره د داسې معاملې په هڅه کې دی څو د داعش په څېر د ترهګرو ډلو پر ضد د مبارزې لپاره یو شمېر امریکايي سرتېري افغانستان کې وساتي.

ښاغلي سمېټ همداراز زیاته کړې هغه په دې تړاو د امریکا د ملي امنیت سلاکار او د امریکا له دفاع وزیر، لوید اسټین سره هم خبرې کړې دي.

دغه امریکايي قانون پوه همداراز اندېښنه څرګنده کړې چې په ۶ اوونیو کې له افغانستانه د کابو ۱۰ زرو سرتېرو ویستل به ستونزمن وي.

له بلې خوا سپینه ماڼۍ په تمه ده چې جو بایډن له افغانستانه د امریکايي سرتېرو ویستو په تړاو خپله پرېکړه روښانه کړي.

د سپينې ماڼۍ ویانده، جن ساکي وايي جو بایډن د خپل حکومت د غړو سره د سرتېرو ویستو په تړاو په خبرو بوخت دی.

جو بایډن تېره اوونۍ د مې تر الومړۍ نېټې له افغانستانه د ټولو سرتېرو ویستل سخت کال وباله.

د سپینې ماڼې د ویاندې په وینا د امریکا ولسمشر به خپله هره پرېکړه له خپلو متعهدانو سره شریکه کړي.

له دې سره سم، واشنګټن هم خبرداری ورکوي چې، په افغانستان کې د تاوترخوالو دوام د سولې خبرو کې د پرمختګ مخه نیسي.

په ملګرو ملتونو سازمان کې د امریکا دایمي استازې لېنډا توماس ګرېنفېلډ څرګنده کړه:"روان تاوتریخوالی او د ولسي وګړو په نښه کول، د منلو نه دي. تاوتریخوالی د تل پاتې سولې پر لور د پرمختګ مخه نیسي. خبریالان، د بشري حقونو مدافعان او دولتي کارکوونکي نه شي کولی په وېره کې ژوند وکړي. موږ دغه تاوتریخوالی غندوو. د دې لپاره چې، سوله تل پاتې وي باید د ښځو، نجونو او لږکیو په ګډون د ټولو افغانانو بشري حقونو ته درناوی وشي."

د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان دایمي استازې هم د دغه سازمان د امنیت شورا په یوه انلاین غونډه کې وویل افغانستان کې په هدفي وژنو کې تر ډېره ښځې قرباني کېږي.

په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان دایمي استازې عادله راز وویل:"مژده واحدي، سعدیه سادات او شبنم رووفي چې په روانه میاشت کې په جلال اباد کې ووژل شوې، عمرونه یې تر شلو کلونو پورې وو. همدا تېره اوونۍ، ۴ نورې ښځې په کابل کې د هغو په موټر کې د چاودنې له امله وژل شوې دي. موږ باید د هغو نومونه په یاد ولرو."

بل خوا د المان د بهرنیو چارو وزیر بیا وايي چې له افغانستانه په بېړه وتل باید واک ته د طالبانو د بېرته ستنېدو لامل نه شي.

د المان د بهرنیو چارو  وزیر هایکو ماس وايي:"موږ د شرایطو پر بنسټ له افغانستانه د ټولو نظامیانو د وتلو غوښتونکي یو. دا کار د سولې خبرو په بري پورې تړلی دی. موږ نه غواړو چې په بېړه له افغانستان نه په وتو سره له نظامي لارې واک ته بېرته د طالبانو ستنېدو ته لار هواره شي. موږ په دې برخه کې ډېر مسوولیت لرو."

امریکايي قانون‌پوه وايي د امریکا ولسمشر له مې میاشتې وروسته په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد جګړې لپاره د یوې ډلې  امریکايي سرتېرو پاتې کېدو په هڅه کې دی

شریک یي کړئ