د بادغیس سیمهییز مسوولین د دغه ولایت آبکمري ولسوالۍ کې د ماین چاودنې له کبله د څلورو پولیس سرتېرو له ژوند بایللو او د یوه له ټپي کېدو خبر ورکوي.
د مسوولینو په خبره پېښه تېره ورځ سهار(چهارشنبه وري په ۴مه نېټه) په داسې حال کې شوې چې د پولیسو موټر د طالبانو لخوا پر خښ شوي ماین برابر شوی دی.
د بادغیس والي، حسام الدین شمس همداراز وايي چې یادې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو کې ۵ طالب وسله وال وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.
دی زیاتوي چې دغه پوځي عملیات د درېیو ورځو راهیسې د طالبانو ځپلو په موخه پیل شوي دي.