Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سولې خبرو پڅ بهیر او کندهار کې د خلکو پر ژوند د جګړې سیوری

کندهار ولایت کې د جګړو له کبله بې ځایه شوی ماشوم، احمدولي د جګړې کرښې ته نېږدې سیمه کې ژوند کوي. هغه ښوونځي ته له تللو بې برخې دی، په داسې حال کې هغې خوا ته چې ترې د ټوپک د ډزو غږ اورېدل کیږي اشاره کوي، وايي اوس له دې غږ سره عادت شوي یوو.

حفیط الله هم بل بې ځایه ماشوم دی هغه خپل کور کلي ته د ستنېدو هیله لري:«د ښوونځیو او باغونو کارونه بند دي، کورونه پاتې دي.»

د طلوع نیوز خبریال چې کندهار کې د جګړو ځپلو سیمو اوسېدونکو سره لیدلي او د تازه داخلي بیځایه شوو او په ښار کې یې د هدفي وژنو په اړه د دغه ولایت د اوسیدونکو ژوند انځور کړی او ترڅنګ یې له پوځیانو سره د تاوتریخوالیو په تړاو خبرې کړې دي.

د دغه راپور له مخې یوازې په تېرو درېیو میاشتو کې کندهار ښار کې په هدفي وژنو کې ۵۵ کسان وژل شوي او د جګړو له امله زرګونه کورنۍ له خپلو کورنو بیځایه شوي دي.

دغه راپور ښیې چې جګړو له کرکېلې نیولې بیا تر زده کړو، د خلکو پر هوساینې او ژوند بده اغېره کړې. سیمه ییز بې ځایه شوي، ټول سوله او د جګړې پای غواړي.

د طالبانو د څو کلنې واکنۍ پرمهال د طالبانو تر ولکې لاندې سیمې له کندهاره اداره کېدل، خو پای یې هم له همدې ولایته پیل شو.

اوس د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې د مذاکراتو له پیله، د طالبانو د زیږیدو دغه مرکز په تېرو شلو کلنو کې تر بل هروخت ډېرې بدې شپې او ورځې تېروي.

دې ورستیو څو میاشتو کې جګړه، هدفي وژنې، د ولسوالیو نا امنه کېدل او د داخلي بیځایه شوو د شمېر ډیروالی د دغه ولایت د اوسیدونکو لپاره له زغم څخه اوچت شوي دي.

کابو شپږ میاشتې وړاندې د دغه ولایت ښار ته نیږدې او مرکزي ولسوالۍ د طالبانو تر پراخو بریدونو لاندې راغلي او یو شمېر سیمې يې هم سقوط شوي. د طالبانو دغه بریدونه په تېرو ۱۲ کلنو کې کم ساري او باور نه کوونکي وو او د دغه ډول نورو بریدونو اندیښنې لاهم شتون لري.

امنیتي سرتیری، سمیع الله وايي:«د یوې پوستې به دېرش تنه وو چې څلور پنځه به یې روږدي وي، کوم معاشونه چې راځي، که څوک کابل بانک کې حساب نلري نو معاشونه دوی ځان ته اخلي. د پنځلسو، پنځه ویشتو کسانو معاش راشي، خو یوازې پنځو ته یې معاش  ورکوي.‎»

بل سرتېری، حقمل زیاتوي:«زه فکر نه کوم چې کندهار دې دا ډول کنترول شي، ځکه کندهار په سرتېرو ولاړ دی، سرتېرو ته نه معاش رسیږي او نه هم مهمات نو دوی به څنګه وجنګیږي؟»

خو دلته په کندهار کي د جګړې میدانونه د سولې د مذاکراتو پرمهال لاهم ګرم دي.

او څو میاشتنۍ دوامداره جګړې سرتیرې ستړي کړي دي.

د ملي اردو افسر، کریم الله څرګندوي:«په همدې دوو کالو کې چې د سولې خبرې پیل شوې دي، د طالبانو بریدونه زیات شوي دي، دوی د امتیاز اخیستو لپاره خپل بریدونه زیات کړي دي.»

بل سرتېری، محمد نسیم بیانوي:«که طالبان سوله وکړي، نو شاید اړتیا نه وي جګړې ته، ښایې جګړه نه وي، موږ هم هیله لرو چې خپلې کورنۍ ترڅنګ ژوند وکړو.» 

د طالبانو او امریکا ترمنځ امنیتي تړون د کندهار پر امنیت څه اغیزې لرلې.

د ۲۰۵ اتل قول اردو دریمه لوا قوماندان، ذبیح الله غورځنګ وايي:«مخکې  امریکایانو مرسته کوله، پیاده به راسره تلل، اوس لس سلنه راسره دي، اوس اکثره پوځي عملیات افغان ځواکونه کوي.»

هغه کسان چې په جګړو ځپلو سیمو کي اوسیږي د نامعلوم برخلیک سره مخ دي. دوی د جګړې په اړه ډېرې زړه بوږونکي کیسې لري.

د ژړۍ ولسوالۍ اوسیدونکی، نجیب الله وايي:«موږ له جګړې ډېر واټن نلرو، موږ د دواړو لورو منځ کې یوو، طالبان وايي زموږ خواته مه راځئ، دولت وايي زموږ خواته مه راځئ، اوس ټوله کرکېله پاتې ده.»

د ژړی ولسوالی اوسیدونکی، صبغت الله څرګندوي:«دلته د مرمیو له وېرې راغلم او دلته د دېوال شاته کېناستم، ځکه ځیني خلک ټپیان وو.»

له طالبانو سره د سولې مذاکرات د یو شمېر کسانو د هیلو تعبیر بدل کړی دی. نېږدې۱۲زره کسان د جګړې له امله تر شنه اسان لاندې د ژوند د لومړنیو امکاناتو په نشتون کې په سختو حالاتو کې ژوند کولو ته اړ ایستلي دي.

د پنجوايي ولسوالی اوسیدونکی، عبدالله جان وايي:«په یوه پټو کې موږ ټول راوتلي یوو، جنګونه دي، هېڅوک له خپله کوره نشي راوتلی، له دې خوا مو هم ولي او له هغې خوا هم، عام خلک در په دره دي. موږ کوچیان او مالداره خلک یوو خو عمر مو په دار دی.»

د پنجوايي ولسوالی اوسیدوکی، محمد قاسم زیاتوي:«د جګړې پيل سره موږ راتښتېدلي یوو، ماشومان او ښځو راغلي یوو، ټول شیان، موتر سایکل او زرنج مې پاتې شو.»

په تېرو دوو کلنو کې د ښار اوسېدونکو هم ارامه سا نه ده اخیستې په تېرو درېیو میاشتو کې د دغه ولایت په مرکز کې ۶۱ هدفي بریدونه شوي او ۵۵ کسان وژل شوي دي.

د یوه وژل شوي پولیس افسر زوی، محمد عیسی وايي:«زما غوښتنه ده چې سوله راشي، چې جنګونه خلاص شي، ملکي کسان تر پښو لاندې شول.»

باورونه دا دي چې د سولې د مذاکراتو او سیاسي بدلون سره کندهار له پخوا تړلي دي.

د هېواد په دغه برخه کې که څه هم ژوند کول او امنیتي حالت عادي نه دی، خو اوسیدونکي يې د ارام ژوند کولو په موخه د سولې په تمه شپې او ورځي تېروي.

د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې د مذاکراتو له پیل سره کندهار د تېرو شلو کلنو پرتله اوس تر بل هروخت ډېرې بدې شپې او ورځې تېروي

شریک یي کړئ