Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان نفوس ۵۷ سلنه زیات شوی دی

د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې شمېرې ښيي چې په تېرو ۲۰ کلونو کې د افغانستان نفوس ۵۷ سلنه زیاتوالی لرلی دی.

د دغو شمېرو له مخې، په ۱۳۹۹ کال کې د هېواد نفوس ۳۲ مېلیونه او ۹۰۰ زرو ته ورسېد؛ خو په ۱۳۸۰ یم کال کې ټول نفوس  ۱۹ مېلیونه او ۹۱ زره تنه وو.

د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې د شمېرو له مخې یوازې په وروستیو شلو کلونو کې د افغانستان نفوس شاوخوا  ۱۳ مېلیونه او ۸۰۰ زره تنه زیات شوی دی.

په دغو کلونو کې کابل د هېواد  له بلې هرې سیمې زیات ګڼ مېشتی شوی او په وروستي یوه کال کې د دغه ښار د اوسېدونکو شمېر څلور سلنه نور هم زیات شوی دی. اوس مهال کابل تر پنځه مېلیونه زیات نفوس لري.

د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې ویانده رویینا شهابي وايي:«د ځمکو لاندې اوبو، د اوبو د کچې د کموالي د چاپېریال ساتنې او د فاضلابو او هوا ګرمېدو په شان موردونو او نورې ستونزې رامنځته کوي.»

د عامې روغتیا وزارت وایي چې کورنیو ته یې په زیږون کې د وقفې راوستو لپاره د عامه پوهاوي هڅې تر پخوا زیاتې کړې دي.  د هېواد د لېریو پرتو سیمو په روغتونونو کې د کورنیو لپاره د مشوره ورکوونکو زیاتوالی د همدغو هڅو یوه برخه ده.
 
د عامې روغتیا وزارت ویاند دستګیر نظري وویل:«د افغانستان د روغتیا سکټور لباره یو ډېره جدي ستونزه ده او د عامې روغتیا وزارت هڅه همدا ده چې موږ وکړای شو سم کورنۍ پلان تنظیم کړو او له خپلو هېوادوالو سره مرسته وکړو.»

څو میاشتې وړاندې په یوه بل تحقیقي رپوټ کې هم په هېواد کې د بې روزګارۍ په کچه کې د ۴۰ سلنه زیاتوالي خبر ورکړل شوی و. د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي دوی د دغې ستونزې حل ته هم پام ډېر کړی دی.
  
د کار او ټولنیزو چارو وزیر بشیراحمد ته ‌ینج څرګندوي:«دا شمېر ښايي تر شل سلنې راکم شم. یعنې د بې کارۍ کچه مخه پر کمېدو ده.»

خو په داسې هېواد کې چې له کلونو راهیسې په نا امنیو او ناخوالو کې ښکیل دی، د دولتي ادارو له لوري ورکړل شوې شمېرې څومره د باور وړ دي؟

د افغان - کوریا انسټېټیوټ مسوول میرجلال‌ الدین هشام وايي:«موږ د بې کارۍ په هکله کره شمېر نه لرو او همدارنګه موږ د هغو کسانو په هکله هم کره شمېر نه لرو چې ګواکې نالوستي دي  او په ټول کې نه هم د افغانستان د نفوس کره شمېر لرو.» 

بل خوا د ځينو نړیوالو اټکلونو له مخې په راتلونکو ۳۰ کلونو کې څه باندې ۶۴ مېلیونو ته د افغانستان د نفوس د زیاتېدو وړاندوینه هم شوې ده.

افغانستان اوس مهال د نفوس له اړخه په نړۍ کې ۳۷ ځای لري. خو اټکل دا دی چې په ۲۰۵۰ کال کې به د دغه نوملړ ۳۱ ځای خپل کړي.

د ځينو نړیوالو اټکلونو له مخې په راتلونکو ۳۰ کلونو کې څه باندې ۶۴ مېلیونو ته د افغانستان د نفوس د زیاتېدو وړاندوینه هم شوې ده.

شریک یي کړئ