Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

خوست کې د دولتي ځواکونو لخوا مُلکیانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو ادعا

د خوست ولایت ځينې اوسېدونکي ادعا کوي چې د دغه ولایت په صبرۍ ولسوالۍ کې د دولت پلوه ځواکونو د عملیاتو په لړ کې ښځو او ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه اوسېدونکي زیاتوي چې دولت پلوه ځواکونو دوه شپې مخکې په صبرۍ ولسوالۍ کې پر ځينو کورونو عملیات ترسره کړل چې د هغه په پایله کې طالبانو ته نه بلکې ولسي وګړو په ځانګړې توګه ښځو او ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

تراوسه د مرګ ژوبلې کره شمېر معلوم نه دی، خو ځينې ځايي سرچینې د ښځو او ماشومانو په ګډون د وژل شویو کسانو شمېر ۱۷ تنه ښودلی دی.

ورته مهال طالبانو هم په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې ویلي دي چې دولتي ځواکونو د هوايي ځواکونو له ملاتړ سره، د صبرۍ ولسوالۍ په بېلابېلو برخو کې پر څو کورونو او پر مکتب مشهور بازار باندې عملیات ترسره کړي دي چې په پایله کې د ولسي وګړو یو ستر شمېر ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

بلخوا دولتي چارواکو تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

د صبرۍ ولسوالۍ ځينې اوسېدونکي وايي چې دولت پلوه ځواکونو دوه شپې مخکې د دغې ولسوالۍ پر ځينو کورونو عملیات ترسره کړل. چې په پایله کې مُلکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

شریک یي کړئ