Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په تېره یوه شپه ورځ کې هېواد کې ۱۲ تنه د امنیت ضد پېښو کې وژل شوي

د هېواد په بېلابېلو سیمو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د یو لړ تاوتریخوالو په پایله کې ۱۲کسان وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان دي.

له دې منځه، په کابل کې د هوايي ځواک یو افسر، په پکتیا کې یو څارنوال او په کندهار کې د پولیسو د یوه افسر امیندواره ښځه ترور شوې او په خپله افسر بیا ټپي دی.

له بل لوري په لغمان، خوست او پکتیا کې په بېلابېلو ماین چاودنو کې ۳ نظامیان وژل شوي او د ۱۴ ملکیانو په ګډون ۲۲ نور ټپیان شوي دي.

د هېواد اوسېدونکي وایي چې که څه هم په وروستیو میاشتو کې د هېواد ځينې برخې د هدفي وژنو شاهدې وې؛ خو د وضعیت د ښه والي لپاره پاملرنه نه ده شوې.
          
د کابل د پنځمې امنیتي حوزې د قلعه داوود اوسېدونکی اجمل وايي:«داسې شبه نه ده چې په دې سیمه کې څوک ونه وژل شي؛ کله په قلعه کاشف او کله هم په باغ داوود کې، وضعیت ډېر خراب دی.»
      
د کابل د پنځمې حوزې اوسېدونکی آغا جان هم زیاتوي:«موږ ډېر ناراحته کېږو کله چې څوک وژل کېږي. موږ د سولې غوښتونکي یوو.»

اخوا په خوست کې هم یو څارنوال ترور شوی دی. عتیق الله پنځه دیرش کلن و او له پنځو کلونو راهیسې یې د خوست په ملکي څارنوالۍ کې کار کاوه. له هغه یو زوی او  دوې وړې لوڼې پاتې دي.
 
بل پلو له کندهاره رارسېدلی خبر وایي چې د ناپيژاندو وسله والو په ډزو کې د یوه پولیس افسر امیندواره مېرمن وژل شوې او په خپله ټپي شوی دی.

له دې سره هم مهاله په لغمان کې د افغان ځواکونو پر یوه ټانک په بمي چاودنه کې درې پوځیان وژل شوي او په پکتیا کې د ولسي پوڅونوالو پر رنجر د سړک غاړې د ماین چاودنه شوې چې څلور پوځیان په کې ټپيان شوي دي.

په خوست کې بیا په موټرسایکل کې د اېښودل شوي بم په چاودنه کې د دوو پوځيانو په ګډون شپاړس تنه ټپیان شوي دي.
   
د ولسي جرګې غړی صادق قادري څرګندوي:«خلک نوره جګړه نه غواړي او باید یوې پایېدونکې سولې ته ورسېږي. ښکېل لور باید پوه شي چې خپل خلک وژني.»
                       
د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی وايي:«طالب ډله په څو ولایتونو کې خپل خوځښتونه چې د درنو او سپکو ډزې، د ماینونو چاودنې لرلې دي چې د افغان امنیتي ځواکونو له خوا هغوی ته د درنې مرګ ژوبلې له اړولو سره دفع او په سلګونه پلانونه یې شنډ کړي دي.»

له دې ټولو سره سره هېوادوال له ښکېلو لورو غواړو چې ژر تر ژره د اوربند په تړاو پر یوې موافقې سره سلا شي .

اخوا په فاریاب او ننګرهار ولایتونو کې هم د طالبانو د بریدونو په ترڅ کې یو شمېر پوځيان او ملکیان وژل شوي او ټپیان شوي دي.
 
شریک یي کړئ