د هلمند ولایت ګرشک ولسوالۍ کې د پوځ پر پوستې موټربم برید کې دوو سرتېرو ژوند بایلود.
یوه امنیتي سرچینه وايي برید تېره شپه(یکشنبې د وري په ۸مه نېټه) شوی او په کې څلور سرتېري ټپيان دي.
د سرچینې په خبره وسلهوالو د دغه ولایت د ګرشک ولسوالۍ، مهاجرو بازار سیمه کې د پوځ پوسته په نښه کړې ده.
سیمه ییزو مسوولینو په دې تړاو څه نه دي ویلي.
د برید مسوولیت چا نه دی منلی.