Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د اسیا زړه ـ استانبول بهیر کلنۍ ناسته پیل شوه

د اسیا زړه ـ استانبول پروسې ناسته نن(دوشنبې د وري په ۸مه نېټه) د غړو هېوادونو د چارواکو په ګډون پیل شوه.

په دې ناسته کې د پنځوسو هېوادونو او سازمانونو استازي د افغان سولې او سیمه ییزې اجماع په تړاو خبرې کوي.

د هېواد د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال، میرویس ناب، ناسته کې د سیمې له هېوادونو په افغانستان کې د اوربند لپاره د هڅو غوښتنه کوي.

نوموړی زیاتوي:«نړیوال ترهګر او د نشه يي توکو قاچاق کوونکي هڅه کوي چې د سولې بهیر زیانمن کړي. زه د نړۍ او سیمې، په ځانګړې توګه له هغو هېوادونو چې پر طالبانو نفوذ لري غوښتنه کوم، څو افغانستان کې دایمي اوربند او د سولې معناداره خبرو پیل لپاره کار وکړي.»

ښاغلی ناب د سولې  خبرې په داسې حال کې اغېزمنې بولي چې پایله یې خپلواکه، متحد او دموکراتیک افغانستان وي، او همداراز په کې د افغانستان د ټولو اقشارو حقونه خوندي وي.

دی وايي د افغانستان سوله د سیمه ییزې همکارۍ، د سیمه ییز اتصال او د سیمې د اقتصادي پراختیا لپاره زېری دی.

له بلې خوا د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، خسرو ناظري د افغان سولې له بهیره د سیمې هېوادونو د ملاتړ خبره کوي.

هغه وايي:«زما په اند افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره باید د اقتصادي او ټولنیزو ستونزو لیري کولو لپاره هم مرسته وشي.»

ښاغلی ناظري همداراز وايي:«د افغانستان سیاسي، پوځي، ټولنیز او اقتصادي حالت ته په کتو سره موږ په سیمه کې هم امنیتي ستونزې وینو. دا ټول له نړیوالې ترهګرۍ، دیني تندلارۍ او د نشه يي توکو قاچاق سره اړیکه لري.»

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال همداراز افغان حکومت او طالبان ملي مصالحې او د سولې خبرو ته رابولي.

سبا د اسیا زړه ـ استانبول پروسې ناستې دوهمه  او وروستۍ ورځ ده.

شریک یي کړئ