Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په درې ولایتونو کې د امنیت ضد پېښو کې ۹ تنه وژل شوي

په هلمند، کندهار او کاپیسا ولایتونو کې نهه سرتېري د امنیت ضد پېښو کې وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.

امنیتي سرچینې وايي چې د یکشنبې پر شپه (د وري په ۸مه) د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د پوځ پر یوې پوستې موټر بم برید شوی دی چې په ترڅ کې یې د ملي اردو څلور سرتېري وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
               
 په هلمند کې د مدني ټولنې فعال عبدالولي پتیال په دې هکله وايي:«په افغانستان کې ورور وژنه روانه ده او زموږ غوښتنه دا ده چې تحمیلي جګړه پای ته ورسېري او اوربند وشي.»

د کندهار ښار په څلورمه حوزه کې هم دوه سرحدي پولیس د ناپيژاندو وسله والو په هدفي برید کې وژل شوي دي.
 
بل خوا د کاپيسا په نجراب ولسوالۍ کې بیا د طالبانو د یوه کمین په ترڅ کې درې افغان سرتېري وژل شوي دي. 
               
د کاپیسا د امنیه قوماندانۍ ویاند شایق شورش وايي:«تېره شپه ناوخته د نجراب ولسوالۍ د دره افغان په چهار قلعه کې د امنیتي ځواکونو ګزمه له کمین سره مخ شوه چې له بده مرغه درې تنه سرتېري پکې شهیدان شوي او یو تن یې اسیر شوی دی.»

همدارنګه په میدان وردګو کې پر یوه کور د هاوان د ګولۍ د راپرېوتو له امله یو ماشوم ټپي شوی دی.

خو د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان بیا په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې د اوښتو خبره کوي.
 
هغه زیاتوي:«په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په متقابلو بریدونو او نښتو کې ۲۶ طالبان وژل شوي، ۲۱ تنه ټپيان دي او ډېر شمېر وسلې او مهمات یې له منځه وړل شوي دي. همدارنګه ۷۹ کړۍ ماینونه چې د طالبانو له خوا د هېواد په بېلابېلو برخو کې اېښودل شوي وو، کشف او شنډ کړل شوي دي. دغه طالبان په ننګرهار، پکیتا، پکتیکا، هلمند، بلخ او کندهار ولایتونو کې وژل شوي او ټپيان شوي دي.»               

د امینتي ادارو د ورکړل شویو شمېرو له مخې په وروستیو څلرویشتو ساعتونو کې د هېواد په نږدې ۲۰ ولایتونو کې د طالبانو بریدونه او د امینت ضد پېښې شوې دي. هېوادوال له ښکېلو لورو غواړي چې ژر تر ژره تاوتریخوالی کم کړي او دایمې سولې ته د رسېدو هڅې وکړي.
 
د پوځ پر یوې پوستې موټر بم برید په ترڅ کې د ملي اردو څلور سرتېري وژل شوي او پنځه تنه نور ټپیان شوي دي.

شریک یي کړئ